د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا پخواني مشر، ضیالحق امرخیل، له دوبې نه د راستنیدو یوه ورځ وروسته په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې له هیواد نه د تیښتې هوډ یې درلود.
نوموړي په خبري غونډه کې وویل، "زه په خپل افغاني پاسپورټ عربي اماراتو ته د درملنې لپاره د دوه دریو ورځو په موخه تللی وم."
ښاغلی امرخیل د تیرې دوشنبې په ماښام په ناڅاپي توګه دوبې ته ولاړ، چې دا کار د ځینو له سختو نیوکو سره مخ شو، او د هغوی په آند نوموړی باید د ځان په وړاندې د شته وو تورونو په اړه ځوابونه ورکړي وای، او که چیرې تورن پیژندل شوی وای نو باید قانون پرې پلي شوی وای.
له تیرو دوو اونیو راهیسې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو شمیر ثبت شوې ټیلیفوني اړیکې خپرې کوي، په کوم کې چې ښاغلي امرخیل ته تړل شوی یو غږ له نورو چارواکو سره یو ځای د اشرف غني احمدزي د ډلې په ګټه د درغلیو هڅې کوي.
ښاغلي امرخیل له دې وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو په خپل ځان یې لګول شوي تورونه ونه منل او ټینګار یې وکړ چې دا کار یې د دې لپاره کړی تر عبدالله عبدالله بیرته د ټاکنو بهیر ته راستون شي.
په ننۍ خبري غونډه کي ښاغلي امر خیل خپل ځان د یوې طوطيي قرباني ګڼي او ټینګار هم کوي چي د خپلې اخرې ساه پوري به په هیواد کي ژوند وکړي.
هغه ټینګار کوي چي هیواد ته به بیرته راتګ سره ، هغه به د هغه کسانو په اړه چي د هغه سفر يي یوه تیښته بللې، د ټاکنیزو شکایتونو خپلکواک کمیسیون کي ځیني شکایتونه ثبت کړي ، په همدي حال کي هغه وايي چې ټولي هغه غږیزې کسټې چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلي هغه ته نسبت ورکړي، جعلي دي.