د مدني ټولنو یو شمیر فعالین چې له څوارلسو ولایتونو څخه پلازمینې ته راغلي دي، وايي حکومت له ټاکنو څخه د څارنې او په کې د زورواکو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نلري. دوی اندیښمن دي چې ښایي زورواکي په ټاکنو کې درغلي وکړي.
دوی ټینګار کوي، چې حکومت په رڼه توګه د سیاسي واک د لیږد توان نلري. د مدني ټولنو دغو فعالینو دوې ورځې سلا مشورې کولې ترڅو د ټاکنو په وړاندې شته ستونزې معرفي او د هواري لپاره یې تګلارې وړاندې کړي.
د مدني ټولنې یوه فعاله، نرګس نهان وايي:«لا هم په هیواد کې د ټاکنو پر وړاندې ډیرې ستونزې شتون لري، زموږ په دوه ورځنۍ ناسته کې ناامنۍ، د ټاکنیزو ادارو نه خپلواکۍ او په دغه بهیر کې د زورواکانو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره کومې ځانګړې تګلارې نشتون د اندیښنې وړ موضوع ګانې وې.»
د مدني ټولنو فعالین د ټاکنو خپلواک کمیسون پر نه خپلواکۍ اندیښمن دي او وايي، چې دا موضوع به پر ټاکنو بې باوري زیاته کړي. د یادې ناستې ګډونوالو د دولت پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د ټاکنو له ګډوډولو ډډه وکړي او پریږدي چې ولس په ټاکنو کې برخه واخلي.