د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، چې د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې ډیری ثبت شوي اعتراضونه د نوماندانو د ملاتړ کوونکو د نومونو په اړه دي. ددې کمیسون منشي وايي، د دغو اعتراضونو د څیړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسون مسوولین په دغه اداره کې د تخنیکي ستونزو شتون تاییدوي او وايي، دا ستونزې دومره هم نه وې د ټولو ستونزو پړه پر دغه کمیسون واچول شي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له لومړي نوملړ څخه د ايستل شويو کانديدانو ډيری اعتراضونه د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې پر تخنيکي ستونزو دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسون غړی، سریر احمد برمک وايي:«زه نه وایم چې موږ تخنیکي ستونزې نلرلې، خو دا په دومره کچه نه وې، چې د ټولو ستونزو پړه پر دغه کمیسون واچول شي.»
له بلې خوا د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي هرڅوک چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون پرکار اعتراض لري غور به پرې وشي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون ویاند، نادر محسني وايي:«که چیرې کوم څوک د ټاکنو پر کمیسون اعتراض لري، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون به دا موضوع وڅیړي او ډیری اعتراضونه د نوماندانو د حمایوي کارتونو په اړه دي، خو کمیسون یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده چې دا موضوع تعقیب کړي.»
د ټاکنو د خپلواک کميسيون پخوانی ريس وايي د کانديدانو د سندونو د څيړلو څرنګوالی بايد د انتخاباتو د خپلواک کميسيون لخوا روښانه شوي واي او همداراز د نوموړي په باور په دې دوره کې د کانديديدو شرايط ډير سخت و.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون پخوانۍ ریس، فضل احمد معنوي وايي:«د انتخاباتو کمیسون باید روښانه کړې وای چې د کوم فورمول په اساس یې ځینې نوماندان له لومړني نوملړ څخه وایستل، که څه هم یاد کمیسون دا کار ونکړ خو هیله من یو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون دا کار ترسره کړي.»
ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو وروستی نوملړ د همدې مياشتې په ۲۵ نيټه اعلان شي خو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د حذف شويو کانديدانو اعتراضونو ته تراوسه هم روښانه ځواب نه دی ورکړ شوی.