د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ګلبدين حکمتيار وراره چې د شيرخان بندر کارکوونکی دی يو پوليس او يو ملکي وګړی يې د ددغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ووژل.
دوی وايي د ګلبدين حکمتيار وراره صلاح الدين کله چې د پوليسو له يوې پوستې څخه تيريده يو پوليس په موټر وواهه او يو سپين ږيری پلورنکی يې په ډزو وواژه. ددوی په وینا، صلاح الدين ددې پيښې پرمهال نشه وو او دوه ښځي هم ورسره وې. پوليسو د ګلبدين وراره له دوو ښځو سره يوځای نيولی دی.
د کندز امنیه قومندانۍ وايي، چې د ګلبدین حکمتیار وراره په داسې حال کې چې نشه وو او موټر ېې چلاوه یو پولیس او یو ملکي کس ېې وواژه. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید سرور حسیني وايي، چې صلاح الدین هغه مهال ونیول شو چې د امام صاحب ولسوالۍ د ګل تپې په سیمه کې د پولیسو لخوا د هغه موټر ته د دریدو امر وشو خو نوموړي یاد پولیس په موټر وواهه، چې له هغه وروسته ېې یو پنځه شپیته کلن کس د ډزو په کولو وواهه.
سید سرور حسیني وايي:«د ګلبدین حکمتیار وراره په داسې حال کې په یوه کورولا موټر کې سپور وه، په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګل تیپې د امنیتي پوستې یو قومندان پر موټر وواژه، ده د تلاشۍ له سیمې وتښتید او په لاره کې یوه ۶۵ کلن هټیوال هم د تفنګچې پر ډزو وواژه، ده له سیمې تیښته وکړه خو د پولیسو د ډیر زیار وروسته نوموړی ونیوه.»
د کندز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي چې د پیښې پرمهال له صلاح الدین سره دوه ښځې هم په موټر کې وې چې درې واړه اوس د پولیسو لخوا په بند کې ساتل کیږي.
د امام صاحب ولسوالۍ امنیه قومندان، امان الله ابراهیمي وايي:«د هغه موټر د زیات سرعت له امله چپه شو، صلاح الدین په تیښته بریالی شو، دده په موټر کې دوې ښځې او یو کلاشنیکوف ټوپک هم و، خو کله چې روښانه شوه، چې صلاح الدین د شیرخان بندر کارکوونکی دی، نو پولیسو هغه ونیوه.» د کندز پولیس وايي چې صلاح الدین د شیرخان په بندر کې کار کاوه او د وسلې د لیږد قانوني جواز ېې هم درلود.