ټاکنې له اوسنیو ستونزو څخه د افغانستان د ژغورنې یواځینۍ لار ده. د هیواد ډیری وګړي د ټاکنو د نه روڼوالي په اړه اندیښمن دي، خو ټاکنې د واک د سوله ایز لیږد یواځینۍ لار بولي.
په دغه ریپوټ کې د کابل، غزني، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو له اوسیدونکو سره مرکې شوې دي.
د افغانستان وګړي به تر راتلونکو څلورو میاشتو د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د راېې ورکولو صندوقونو په لور ورشي. په افغانستان کې راتلونکي ټاکنې له زیات اهمیت څخه برخمنې دي ځکه هغه نوې دموکراسي چې اوسمهال په افغانستان کې ټینګه شوې ده له دغو ټاکنو په بریالۍ توګه په تیریدو سره به تر یوه حده بنسټیزه شي.
دا ټاکنې د ټول هیواد د وګړو راتلونکې پورې اړه لري په دې ریپوټ کې د راتلونکو ټاکنو په اړه په کابل، غزني، ننګرهار، بلخ، هرات اوکندهار ولایتونو کې له خلکو د ټاکنو په اړه پوښتل شوی دي. ډیری دا وګړي په افغانستان کې د ستونزو د اوارۍ لاره د رڼو ټاکنو ترسره کیدل بولي.
د کابل یوه اوسیدونکي، شرف الدین وویل:«ټاکنې له اوسنیو ناخوالو څخه د هیواد د ژغورنۍ یواځینې لار ده، نو راځۍ چې په ټاکنو کې برخه واخلو.» خو په دې لړ کې د نا امنیو اوپه ټاکنو کې د روڼتیا نشتوالي له امله اندیښنې مطرح کیږي.
د بلخ ولایت یوه اوسیدونکې، فریده سلطاني وايي:«موږ د ناامنیو د زیاتیدو او په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه ډیره اندیښنه لرو.»
پر نورو ستونزو سربیره د هیواد په یوشمیر سیمو کې د اوسیدونکو لپاره د ټاکنو د ترسره کیدو وخت هم نا مناسب بلل کیږي ځکه په دغه فصل کې واورې او بارانونه وریږي.
ډیری افغان وګړو د طلوع نیوز د پوښتنو په ځواب کې وویل چې له ټولو ستونزو سره سره هغوۍ چمتو دي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د غزني ولایت اوسیدونکې، قدوس وویل:«ما د رایه ورکونې کارت ترلاسه کړی دی او د هیواد د یوه وګړي په توګه مسوولیت لرم چې په ټاکنو کې له خپل قانوني حق څخه ګټه پورته کړم.»
ټاکل شوې ده د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو راتلونکې ټاکنې د یوزر او درې سوه او درې نویم کال د وري په شپاړسمه ترسره شي.
افغانستان به د دغو ټاکنو په ترسره کولو سره د دوهم ځل لپاره په سوله ایزه توګه د واګ لیږد تجربه کړي. خو نا امنۍ، په ټاکنو کۍ درغلۍ او له ناسمو کارتونو کار اخیستل د ټاکنو په وړاندې شته ستونزې بلل کیږي.