د ټاکنو خپلواک کمیسون د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره د رایې ورکولو پاڼو د چاپ د بهېر د پیل خبر ورکړی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالانشا ریس وویل، کمیسون هڅه کوي ترڅو دا پاڼې په لوړ کیفیت سره چاپ شي ترڅو خلک د رایو ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ نشي، ځکه په دغو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو شمېر ډیر دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالانشا په باور، ټاکل شوې ده، چې د رایه ورکولو د نږدې اوه زره مرکزونو نوملړ د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي ادارو څیړنې پای ته ورسېږي او دا نوملړ د مرغومي په ۱۵ د ټاکنو خپلواک کمیسون ته وسپارل شي.
د راتلونکو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د رایه ورکولو پاڼو چاپول د ټاکنو خپلواک کمیسون یو له مهمو دندو شمېرل کېږي. له همدې کبله سر له اوسه ددغو پاڼو پر چاپولو کار پیل شوی دی. د ټاکنو خپلواک کمیسون د دارالانشا ریس، ضیا الحق امرخیل وايي، د رایه ورکولو پاڼو چاپ کېدل ډیر وخت نیسي، له همدې امله کمیسون هڅه کوي ترڅو دا کار په سم ډول ترسره شي.
ښاغلي امرخیل طلوع نیوز ته وویل:«موږ د پاڼو د چاپولو، اړینو وسایلو او نورو توکو لپاره چمتوالی نیسو، هغه بسته بندي کوو او همداراز کارکوونکي په دنده ګمارو.»
هغه زیاته کړه:«امنیتي ارګانونو ژمنه کړې ده چې د مرغومي میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې به وروستی نوملړ له موږ سره شریک کړي.»
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري په شپاړسمه نېټه ترسره شي، ددې ټاکنو په ترسره کولو سره به ددویم ځل لپاره افغانستان د واک سوله ایز لېږد تجربه کړي. خو ناامنۍ، د زورواکو لاسوهنې او له جعلي کارتونو ګټه اخستل هغه سترې ننګونې دي چې ویل کېږي ښايي د ټاکنو روڼتوب تر پوښتنې لاندې راولي.