د هیواد ډیری وګړي د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ترسره کېدل د سیاسي واک د سوله ایز لېږد یواځینۍ لاره بولي او له ټاکنو خپلواک کمیسون او حکومت غواړي ددې کار په ترسره کولو کې جدي هڅې وکړي.
ددوی په باور، که څه هم ناامنۍ د ټاکنو په وړاندې ستر خنډونه دي خو دا ښکارنده د ټاکنو د ځنډولو لپاره بهانه کیدا نشي.
ویل کېږي د خلکو پراخه ونډه به ددغه بهېر مشروعیت زیات کړي، د هیواد وګړي په دغه بهیر کې په پراخ ګډون سره کولی شي د خپل ځان او هیواد برخلیک وټاکي. په دغه رپوټ کې د هیواد له یو شمېر وګړو سره د ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي چې ډیری خلک په ټاکلې نیټې د ټاکنو ترسره کیدو ته هیله من دي.
د ننګرهار ولایت یو اوسیدونکی، غلام حضرت وايي:«افغانستان له ټاکنو پرته بله لار نلري، پر ټاکلې نیټې د ټاکنو ترسره کول د سیاسي واک د سوله ایز لېږد یواځینۍ لاره ده.»
خو ځینې هیوادوال د ټاکنو د روڼتیا او په دغه بهیر کې د زورواکانو د لاسوهنې په اړه اندیښمن دي او د ټاکنو له خپلواک کمیسون غواړي چې ددغه بهیر د شفافیت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د غزني ولایت یو اوسیدونکی، غلام صدیق وايي: «موږ د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د روڼتیا په هکله انديښنه لرو.» د هیواد په ځینو سیمو کې د ناامنیو شتون هم د خلکو لپاره ستره ننګونه بلل کېږي.
د بلخ ولایت یوې اوسیدونکې، آرین وویل: «موږ په ټاکنو کې خامخا ګډون کوو خو د ناامنیو پخاطر اندیښمن یو.» د هلمند ولایت اوسیدونکي، فردوس وویل: «دا سمه خبره ده چې امنیتي حالت ښه نه دی، خو دا د ټاکنو د ځنډولو لپاره بهانه کیدای نشي.»
له بلې خوا امنیتي حالت داسې کچې ته رسیدلی دی چې خلک یې د ښه والي هیلې نلري او همداراز سیاسي او امنیتي پیښې د خلکو په منځ کې اندیښنې زیاتوي، خو یواځینۍ لار چې دوی ورته هیله مندي څرګندوي هغه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې دي.