د ټاکنو خپلواک کمیسون د څه باندې لس زره پخوانیو کارکوونکو نومونه په تور نوملړ کې شامل کړې دي. ددغه کمیسون مسوولین ددې مطلب په بیانولو سره وايي، دا کسان په تېرو ټاکنو کې پر لاسوهنو او له خپلو صلاحیتونو پر ناوړه ګټه اخستنې تورن دي. له همدې کبله دا کسان په دغه کمیسون کې کار نشي کولی.
له بلې خوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون د جمعې په ورځ وویل، که چېرې داسې شکایت ترلاسه کړي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون کارکوونکي په درغلیو کې لاس لري، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون کمیشنر، سریر احمد برمک وايي، دا کمیسون توانیدلی ترڅو د سیمه ایزو زوراکو د خپلوانو او په درغلیو کې د ښکیلو کسانو نومونه ددغه کمیسون په تور نوملړ کې شامل کړي.
هغه وویل:«له لسو تر یولس زرو پورې کسانو نومونه د کمیسون په تور لیست کې ځای پر ځای شوې دي، دې کسانو د تېرو ټاکنو پر مهال په معاملو درغلیو کې لاس درلود، له زورواکانو او دلالانو سره یې اړیکې لرلې.»
له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسون یوې بلې غړې، لېلا احراري د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ښځو ته د ډیرو آسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړ. هغې وویل، چې دا کار یې ددې لپاره کړی ترڅو ښځې په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
له بلې خوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، که چېرې داسې شکایت ترلاسه کړي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون کارکوونکي په درغلیو کې لاس لري، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ټاکنېزو شکایتونو د کمیسون منشي، نادر محسني وویل:«که چېرې زموږ مخکیني کارکوونکي مجرم وپېژندل شي او پر ضد یې شکایت وشي چې په درغلیو کې لاس درلود او د ټاکنو روڼتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستلی وو، نو د ټاکنېزو شکایتونو کمیسون به له هغوی سره قانوني چلند وکړي.»
دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال په ۳۴ ولایتونو کې په ټاکنو کې د کمیسون د کارکوونکو او سیمه ایزو زورواکو د لاس وهنې او درغلیو په اړه څه باندې دوه زره شکایتونه ثبت کړي وو.