ټاکل شوې وه، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو وروستۍ نوملړ د لړم په پنځه ویشتمه نیټه اعلان شي. خو د کاندیدانو د لومړني نوملړ په اعلانیدو کې درې ورځنی ځنډ د وروستي لړلیک د ځنډیدو لامل شو.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون مسوولین وايي، د ولسمشرۍ له لومړني نوملړ څخه ویستل شوي نوماندان نن ددوی د اسنادو د څیړنې په موخه دغه کمیسون ته وروغوښتل.
ټاکل شوې وه، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو وروستۍ نوملړ د لړم په پنځه ویشتمه نیټه اعلان شي. خو دمګړۍ دا نیټه پای ته رسیدلی ده او په ټاکنیزو شکایتونو کمیسون کې د اعتراضونو د څیړنې لړۍ دوام لري.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون منشي،نادر محسني وویل:«دمګړۍ په کمیسون کې د شکایتونو د څیړنې لړۍ دوام لري، زه فکر نکوم په افغانستان کې به څوک ددې کار مخالف وي، ځکه د ټاکنیز عدالت د ټینګښت او شفافیت د تامین لپاره که چیرې وروستۍ نوملړ څو ورځې وروسته اعلان شي، دا کار به کومه ستونزه رامنځته نکړي.»
له لومړني لړلیک څخه د ویستل شویو نوماندانو سره د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون یو پلاوی د ولسمشرۍ کاندیدانو د اسنادو د څیړنې لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسون ته تللی و. دا پلاوی به سبا هم د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې د اسنادو د ثبت د څرنګوالي په تړاو خپلو څیړنو ته دوام ورکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالانشا ریس، ضیا الحق امرخیل د کاندیدانو د اسنادو د ثبت څرنګوالی روڼ بللی دی.
ضیاء الحق امرخیل وویل:«د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون یو پلاوی د ولسمشرۍ د ویستل شویو نوماندانو د شکایتونو د څیړنې لپاره دلته راغلی و، موږ د خپل توان په اندازه له هغوی سره همکاري وکړه او هغوی ته مو آسانتیاوې هم برابرې کړې.»
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو اسناد په کمپیوټرونو کې تر ثبت کیدو وروسته آرشیف کیږي. هغه کارکوونکي چې د دغه مالوماتي بانک د ساتنې دنده پر غاړه لري وايي، که چیرې مالوماتي بانک پرانیستل شي، نو د بیا تړلو لپاره یې له نوي قفل څخه کار اخیستل کیږي او د قفل شمېره له مسوول کس سره ثبت کیږي.