د رایه ورکونکو د نوم لیکنې دریم پړاو له پای ته رسیدو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي چې دوه اعشاریه نهه میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده چې ۳۳،۳ سلنه یې ښځې دي.
له بلې خوا د ښځو د حقونو د ملاتړ بنسټونه د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د کم رنګه حضور څخه اندیښمن دي. خو یو شمیر میرمنې په ټولنه کې د دودیزو رواجونو شتون د ښځو پر وړاندې ستره ننګونه بولي.
د ښوونځي یوې ښوونکې وویل:«زه به د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ګډون ونکړم، ما شل کاله د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړی ده او په دې پوهیږم چې د ښوونې دستور او لار څه ډول ده، زه د خپل خاوند له اجازې پرته د رایه ورکولو مرکز ته نه شم تللی او له بلې خوا پر اوسني حکومت هم لږ اعتبار نلرم.»
په همدې حال کې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډې د ډیرولو لپاره له دولتي او نورو اړوند ادارو سره کار کوي. د دې بنسټ مسوولین وايي، چې اوس هم نارینه خپلو ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو په بنسټ کې د ښځو د څانګې مسوولې، صغرا سعادت وویل:«موږ د ټاکنو په اړه د ښځو د پوهاوي د لوړولو ترڅنګ هغوی هڅوو ترڅو د رایه ورکولو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي او د ټاکنو نه د څارنې برخه کې له اړونده کمیسون سره خپل رول ولوبوي، موږ باور لرو چې هغوی به په انتخاباتو کې په پراخ ډول ګډون وکړي.»
په اوسني نظام کې ښځو ته په بېلا بېلو برخو کې ډیرې آسانتیاوې برابرې شوي دي، خو د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې لا هم سترې ننګونې شتون لري. د ښځو د حقونو فعالین باوري دي چې د ښځو د ټولو حقونو د ترلاسه کولو لپاره باید اوږد مزل ترسره شي.
ملګرو ملتونو هم د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د دریم پړاو د پایته رسیدو ملاتړ کړی دی او ټاکنې په هیواد کې د سیاسي لیږد محور بولي.