که څه هم د ټاکنو په مهال ویش کې ټاکل شوي وو چې د دې پایلو اعلان د چنګاښ په ۱۱، یانې سبا تر سره شي، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه غړې وايي چې کیدای شي دا پایلې د دوو زرو محلونو د رایو د څیړلو له کبله د همدې اونۍ تر پایه پورې وځنډول شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړې، شریفه زرمتي وايي په ټول هيواد کې د کابو دوه زره مرکزونو رايې د دوهم ځل لپاره د څيړلو په حال کې دي له همدې امله به د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ پايلې اعلان نشي.
نوموړې وویل، "سبا شونې نه ده چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي، ځکه چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړیو پریکړه کړې چې د دوه زرو محلونو رایې د دوهم ځل لپاره وڅیړي، د دې محلونو رایې اوس اوس د بیا څیړلو لپاره تللې، او تر څو چې د دې پایله مالومه نشي مونږ نشو کولای د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړو."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله د انتخاباتو د لومړنيو پايلو په اعلان کې ځنډ د هيواد په ګټه نه بولي او وايي د ټاکنو د بهير اوږديدو خلک ستومانه کړي دي او د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه غواړي د ټاکنو مهال ويش ترپښو لاندې نکړي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړې، آزیتا رفعت وايي، "تاسو پوهیږی چې په ښار او بازار کې ټولې کاروبار په منفي توګه اغیزمن شوی دی، خلک ستړي شوي دي او د ټاکنو پایلو ته سترګې په لار دي. مونږ د ټاکنو له کمیسیون نه هیله کوو چې دا بهیر له دې نه زیات اوږد نکړي او سبا خپلې پایلې اعلان کړي."
د عبدالهل عبدالهږ ټاکنيزه ډله د پراخو درغليو له څيړلو پرته د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلانول د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا يوه لويه تيروتنه بولي او وايي دا کار د عبداله عبداله د ټاکنيزې ډلې لپاره مشروعيت نلري ځکه تراوسه هم دغه ډله د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره اړيکې نلري او د ټاکنو د خپلواک کميسيون پر کارونه هيڅ ډول څارنه نلري.
سید آقا فاضل سانچارکي وايي، ""که چیرې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سبا پایلې اعلان کړي، نو یوه لویه تیروتنه به وکړي، ځکه چې تاسو پوهیږی چې عملا سیاسي هڅې روانې دي تر څو دې ستونزو ته یوه حل لاره ومومي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون د مسوولينو په باور د انتخاباتو د لومړنيو پايلو په اعلان کې ځنډ به ددغه کميسيون پر کارونو هم اغيزه وکړي.
نادر محسني وايي، "که چیرې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ راشي نو دا به زمونږ په کارونو هم اغیزه ولري، او شونې ده چې زمونږ کارونه کې هم یو څو ورځې وغځیږي شي."
که څه هم ويل کيږي چې د همدې اونۍ ترپايه به د يو شمير مرکزونو د رايو د څيړلو بهير پاي ته ورسيږي او لومړنۍ پايلې به اعلان شي خو ظاهرا ليدل کيږي ترهغه وخته چې د ټاکنيزو ستونزو لپاره سياسي حل لاره پيدا نشي او د بندون پاي ته ونه رسيږي دغه پايلې به اعلان نشي.