د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له لورې د رایو د باطلیدو په اړه وړاندې شوې تګلاره ومنله.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې وروسته له ډیرو څیړنو دې پایلې ته رسیدلي دي چې د رایو د باطلیدو په اړه هغه تګلاره چې د ملګرو ملتونو له لورې دوی ته استول شوې وه، هغه ومني.
دا تګلاره ۱۳ مادې لري چې ۵ یې د رایو د باطلیدو په اړه، او ۸ نورې یې د رایو د بکسو د باطلیدو په اړه دي.
یاده تګلاره نن د ملګرو ملتونو د استازو په شتون کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې ومنل شوه.