د ټاکنو د خپلواک کمیسون غړي د دولت د یوه عادی مامور پنځوس برابره تنخواه اخلی خو له دې سره سره د دغه کمیسون کارونه بی خونده او تل تر نیوکو لاندی دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه یوه سرچینه وايي چې د نورو امتیازاتو سربیره د دې بنسټ هر غړی په میاشت کې اته زره ډالره تنخواه اخلي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون نهه غړي لري او د دې ادارې غړي له ښو امتيازاتو څخه برخمن دي ويل کيږي چې د دغه کميسيون ريس د مياشتې پر اته زره ډالرو سربيره د دسترخوان مصرف هم لري او کور او دفتر ته د تګ راتګ پرمهال 15 ساتونکي او پنځه موټر ورسره وي. له بلې خوا د دغې ادارې اته نور غړي د مياشتې په اته زره ډالرو سربيره لس ساتونکي او درې ګرانبيه موټر لري.
د دغې ادارې ټول غړي څلورزره ډالر د دولت له بوديجې او څلور زره نور د ملګروملتو له سازمان څخه معاش اخلي.
ويل کيږي چې د دغه کميسيون غړي په ټاکنيزو چارو کې د دغې ادارې له پريکړو او د تګلارو له تاييد وروسته د دغه کميسيون د دارالانشا د کارونو د بهير څارنه کوي خو له دغو ټولو ښو امتيازاتو سره سره ولې انتخابات له بندون سره مخامخ شول.
دا سرچینه وايي، "د ټاکنو کمیسیون د خپلو شخصي امتیازونو لپاره د دې کمیسیون د دارلانشا مشر ته ډیر واک ورکړل، له همدې کبله دا لانجې رامنځته شوې، په حقیقت کې د کمیسیون د غړو او د د ارالانشا د مشر تر منځ معامله وشوه. د دارالانشا مشر هم له دې موقع نه ګټه پورته کړه او د هغه د کارونو نه کره څارنه ونشوه."
کارپوهان د دغه بهير له بندون سره مخامخ کيدل په نوموړي بنسټ کې د مديريت د نشتوالي له امله بولي او د دغو ستونزو د اواري لپاره د نويو لاروچارو وړانديز کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، عزیز الله لودین داسې وايي، "د دې ټولو لانجو ریښه د مدریریت نشتون ته ګرځي، حل لاره روښانه ده چیرته چې ویل کیږي درغلۍ شوې، هلته باید بیا ځله ټاکنې وشي، هیڅ اړتیا نشته چې ملګري ملتونه یا ولسمشر کرزی منځګړیتوب وکړي."
له بلې خوا د ټاکنو د خپلواک کميسيون يو غړی وايي ترسره شوې درغلۍ به وڅيړل شي خو د سياسي کړکيچ اوارول د دغه کميسيون مسووليت نه بولي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمشنر، سریر احمد برمک وايي، "په دې بنسټ کې مدیریت شته، خو هغه درغلۍ چې زمونږ د کمیسیون د غړو لخوا شوي هغه به وڅیړل شي، خو د سیاسي بحران مخنیوی د کمیسیون له مسوولیتونو نه ده، دا د ولسمشر دنده ده، او دا ستونزې به هم حل شي."
يو شمير کارپوهان د دغه بندون د پاي ته رسولو يوازينۍ لار د هيواد په هغو برخو کې چې ويل کيږي درغلۍ پکې شوې بيا د ټاکنو ترسره کول ګڼي، خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون له دې مخکې اعلان کړی دهيواد په هيڅ يوه برخه کې به بيا ټاکنې ترسره نشي.