د ټاکنیزو چارو کارپوهان وايي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړو په شتون کې د درغلیو شتون، د هغوی د ناتوانۍ او تنبلي څرګندوي کوي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا پر پخواني ريس د درغلۍ تور، د انتخاباتو د خپلواک کميسيون غړي له ډيرو نيوکو سره مخامخ کړي دي او کارپوهان وايي څرنګه د دې کميسيون يو لوړپوړی کارکونکی توانيدلی چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د نهو غړو ترنظر لاندې درغلۍ وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا پر پخواني مشر د درغلیو د تورونو لږیدل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړي له ډیرو نیوکو سره مخ کړي. کارپوهان پوښتي چې څنګه د کمیسیون یو غړی د کمیسیون د نهو غړو په څار کې وتوانید چې درغلیۍ وکړي. دوی په دې آند دي چې په ټاکنیز بهیر کې ټولې رامنځته شوې ستونزې د هغوی د بې غورۍ له کبله رامنځته شوي دي.
دغه کارپوهان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرتابه تورنوي چې دوي د ټاکنو لپاره د کار کولو پرځاي ترډيره د امتيازاتو په ترلاسه کولو فکر کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، فضل احمد معنوي وايي، "له بده مرغه د ټاکنو د کمیسیون غړو یواځې ظاهري ډول او شخصي امتیازونو ته پام وکړ، او اصلي دنده ترې هیره شوې ده."
افغانان هم د دغو جنجالونو د رامنځته کيدو په وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مسوولينو پر ناغيړۍ نيوکه کوي.
د کابل یو اوسیدونکی، خیرالدین وايي، "زه له دې کبله پیښمانه یم چې رایې مې ورکړه، ځکه چې اوس لیدل کیږي چې نیاو نه ټنګیږي، له بده مرغه معامله ګري روانه ده."
د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس د دغو نيوکو په غبرګون کې وايي د دې کميسيون دارالانشا له ځانګړو صلاحيتونه برخمنه ده يعنې ټول اجراات د همدې برخې لخوا ترسره کيږي او د موقتو کارکونکو په ګمارلو کې هم دا اداره په يوازې تصميم نيسي له دې امله د هرکار په ترسره کولو کې څارنه ستونزمن کار دی.
ښاغلی نورستاني زیاتويي، "دارلانشا د کمیسیون یو اجرایي برخه ده، او ډیری زمونږ پریکړې پلي کوي، د بیلګې په توګه د موقتي کارکوونکي په ګمارنه کې دوی پخپله پریکړه کوي، او له همدې کبله څار لږ ستونزمن دی."
ښاغلی نورستاني خلکو ته ډاډ ورکوي چې ټولې ستونزې به اوارې شي.
کارپوهان وايي اوس بايد داسې کار وشي ترڅو د ټاکنو پر بهير د خلکو باور زيات شي پرته له هغې به پر ټاکنو د خلکو بې باوري د راتلونکو ټاکنيزو بهيرونو لپاره ناوړه پايلې ولري.