د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ټاکنو د بهیر د رونټیا د ساتلو او د ۱۹۳۰ محلونو رایې د بیا څیړلو لپاره به د ټاکنو لومړنۍ پایلې د دوشنبې په ورځ اعلان شي.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به نن یانې د چنګاښ په ۱۱ اعلان شي، خو له دې ټولو سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د پایلو د اعلان په ځنډ کې هر ډول فشار ردوي.
ټاکل شوې وه په افغانستان کې د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي خو د ټاکنو خپلواک کميسيون ظاهرا هغه څه چې د دې بهير روڼتيا يې بولي د دغو پايلو اعلانول ځنډولي دي .
د ټاکنو خپلواک کميسيون دا ځل د هراړخيزې روڼتيا خبره کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني وايي، "ټاکل شوې وه چې نن لومړنۍ پایلې شي، خو په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۹۳۰ محلونو رایې د بیا څیړلو له کبله د پایلو اعلان وځنډول شو، او که چیرې خدای وغواړي د دوشنبې په ورځ به لومړنۍ پایلې اعلان شي."
د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر، د دې اعلان په ځنډ کې د فشار په اړه وویل، "دا ځنډ د هیڅ ډول فشار له امله نه دی، یواځینی موخه یې دا ده چې په ټاکنو کې په بشپړه توګه روڼتیا په پام کې ونیول شي."
د ټاکنو خپلواک کميسيون يو مسلکي بنسټ دی، نه سياسي، خو دغه کميسيون د ټاکنو په بهير کې سياسي مصلحتونه په ځای بولي.
ښاغلی احمد یوسف نورستاني وايي، "که چیرې د مصلحتونو له لارې بحران حل کیږي نو غوره ده چې سیاسي مصلحتونه تر سره شي، خو باید بحران حل شي."
د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ د نوماندانو احتمالي کتنه د ټاکنو د بهير په ګټه بولي او له عبدالهح عبدالله څخه غواړي له دغه کميسيون سره خپلې اړيکې بيرته پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې د کمیسیون لخوا د هغوی غوښتنو ته د رد ځواب ورکولو له کبله خپلې ټولې اړیکې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره پرې کړې.