د ټاکنو د خپلواک کمیسون مسوولین د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې د کموالي له امله اندیښنه څرګندوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالانشا ریس وايي، د عامه پوهاوي نشتوالی به د راتلونکو ټاکنو په وړاندې ستره ننګونه وي.
خو له دې سره سره دا کمیسون د رسنیو او مدني ټولنو ترڅنګ تر یوه حده ددغه ننګونو د مهارولو هڅې کوي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا ريس، ضیا الحق امرخیل وايي د امنيت او د افغانانو د عامه پوهاوي نشتوالی به د راتلونکو ټاکنو په وړاندې لويې ننګونې وي.
دغه کميسيون د مدني ټولنې له ادارو غواړي د ټاکنو په بهير کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
امرخیل وايي:«په خلکو کې د کافي پوهاوي نشتوالی د ټاکنو د کمیسون لپاره ستره ننګونه ده، خو دا کمیسون د مدني ټولنې او رسنیو په مرسته هڅه کوي ترڅو د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.»
د افغانستان د دیموکراسۍ د بنسټ ریس، ذکریا بارکزی وویل:«خلک داسې فکر کوي چې ولسمشر له وړاندې نه د اروپا او امریکا لخوا ټاکل شوی دی، له همدې امله باید د خلکو له ذهنونو دا مفکورې لرې شي مدني ټولنې او کمیسون باید خلک د هغوی د رایو په ارزښت پوه کړي.»
له بلې خوا د نوموړي کميسيون منشۍ، ګلالۍ اچکزۍ وايي، چې په ټاکنو کې د ښځو رول ارزښتمن بولي.
هغې وویل :«زموږ خویندې باید په ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو کارتونه واخلي، له خپل دغه حق څخه دې ګټه واخلي او ددوی له رایو باید ناوړه ګټه پورته نشي.»
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي د خلکو د پوهاوي لپاره تراوسه کابو ۱۶۰۰ ښځينه او نارينه کارکونکي ګمارل شوي دي.