دا ځل به افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې له دوه ډوله رنګونو کار واخلي چې تردې دمه د نړۍ په ډیری هیوادونو کې ترینه ګټه نه ده اخستل شوې. د ټاکنو خپلواک کمیسون ډاډ ورکوي، چې دا رنګونه له اته څلویښت ساعتونو نیولې تر یوې اونۍ پورې دوام کوي او په ټاکنو کې به د درغلۍ او د ډیرو رایو ورکولو مخه ونیسي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د چمتووالي په دوام دا ځل د ټاکنو خپلواک کميسيون د رايې ورکونکو د ګوتو رنګ برابر کړی دی. د انتخاباتو خپلواک کميسيون دوه رنګونه چې د رايو ورکونکو د ګوتو د نښې لپاره په پام کې نيول شوي د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو د استازو او د مدني ټولنې د غړو په مخکې وښودل.
په دغو ټاکنو کې به دوه رنګونه د رايې ورکونکو د ګوتو د نښو او ګوتې لګولو لپاره وکارول شي. د ټاکنو د خپلوک کمیسون د دارالانشا ریس، ضیاالحق امرخیل وايي:«کمیسون دا ځل دوه ډوله رنګونه په پام کې نیولي دي، که هر ډول مواد څخه کار واخیستل شي، له ۴۸ ساعتونو تر یوې اونۍ پورې نه پاکېږي.»
د ټاکنو د خپلواک کمیسون ریس، محمد یوسف نورستاني وویل:«ملي او نړیوال څارونکي به د رایې ورکولو په ټولو مرکزونو کې شتون ولري، که چیرې هغوی ولیدل چې په کوم مرکز کې له تقلبي رنګ څخه کار اخیستل کېږي، نو موږ ته دې احوال راکړي او موږ با دا موضوع په جدي توګه تعقیب کوو.»
د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو استازي د دوو رنګونو د کارولو او د رايې ورکونکو د ګوتو د نښو په اړه هيله من دي خو په انتخاباتو کې د درغليو په اړه انديښنه لري. د داود سلطان زوی استازی، ډاکټر سلام وايي:«له رنګ څخه راضي یو، خو کمیسون لا هم نه پوهېږي چې ددې رنګ په ترکیب کې کوم مواد شامل دي.»
د ډاکټر عبدالله عبدالله استازي، امرالله امان وویل:«موږ ډاډمن نه یو هغه رنګونه چې دلته نندارې ته ایښودل شوې دي، د رایې ورکولو مرکزونو ته به ولېږدول شي او ګټه به ترې واخیستل شي.»
د انتخاباتو خپلواک کميسيون ډاډ ورکوي د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول تياري نيول شوي او د رڼو او هراړخيزو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره به له خپلو ټولو هڅو کار واخلي.