د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، چې ډیر ژر به د رایو اته ویشت میلیونه پاڼې چاپ کړي. دغه کمیسون وايي، چې د رایو ۱۴ میلیونه پاڼې به د ولسمشرۍ او ۱۴ میلیونه نورې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې وکارول شي. د ټاکنو خپلواک کمیسون یو ځل بیا د رڼو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي. خو ناامنۍ او د ټاکنو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې کموالی د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو په وړاندې سترې ننګونې بلل کېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون ویاند، نور محمدنور وايي: «د رایې ورکولو پاڼې به ژر چاپ شي او مرکزي دفتر ته به راوړل شي، د رایه ورکولو څوارلس میلیونه پانې د ولسمشرۍ او څوارلس میلیونه نورې پاڼې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره دي، موږ غواړو چې د ټاکنیزو توکو کیفیت ډیر لوړ ووسي ترڅو د ټاکنو بهیر ته زیان ونه رسېږي.»
له بلې خوا د ټاکنو د خپلوک کمیسون ویاند له امنیتي ادارو غواړي چې د رایه ورکولو مرکزونو د امنیت د ټینګښت په اړه د خپلو ارزونې پایلې ددغه کمیسون په واک کې ورکړي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي: «ټاکنې د کورنیو چارو وزارت لپاره کلیدي ارزښت لري، د پلان په اساس د رایه ورکونکو د اوه زره مرکزونو امنیت به ونیول شي، خو لږ مرکزونه تر ګواښ لاندې دي خو هڅې روانې دي څو په سراسري توګه د ټاکنو امنیت ونیول شي او پولیس هم په دې برخه کې جدي هڅې کوي.»
دا مهال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته له څلورو میاشتو لږه موده پاتې ده او د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي.