د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ نوماند، اشرف غني احمدزي رسنیو سره د ټاکنیز کړکیچ په اړه خبرې وکړې. هغه د رایو په څیړنو تینګار وکړ خو وايي چې د ټاکنو اعلان باید ونه ځنډول شي.
ډاکټر اشرف غنی احمدزی په خبري غونډه کې وویل، "د تورنو، ګواښونو، او له قانون نه اخوا د وړاندیزونو فضا د منلو وړ نده. مونږ د رڼو ټاکنو او شکمنو رایو د بیا څيړلو هرکلی کوو خو ټينګار کوو چې دغه کار باید دلومړنیو پایلو په اعلان کی د ځنډ لامل نشي."
ډاکټر احمدزی وایي چې امریکایي سناتوران باور لري چې عبدالله عبدالله به بیرته د ټاکنو بهیر ته راشي.
نوموړي وویل، "امریکايي سناتوران باورمن وو چې ښاغلی عبدالله عبدالله به بیرته د ټاکنو بهیر ته راوګرځي، او د دې کار به زمونږ لخوا هم هرکلی وشي."
اخوا د عبدالله عبدالله ټاکنیز مرکز وایي ترڅو چې سپینې رایې له تورو نه بیلې نشي نه د لومړنیو پایلو اعلان دغه مرکز ته دمنلو وړ دی او نه به هم د ټاکنو بهیر ته راوګرځي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، مجیب الرحمن رحیمي وايي، "مونږ په دې باوري یو چې هغه رایې چې په کمیسیون کې ثبت شوې په هغو کې درغلیزه رایې هم ګډې دي، تر هغه چې دا راېې سره بیلې نشي مونږ به د ټاکنو لومړنۍ پایلې ونه منو، او نه به هم د ټاکنو په بهیر کې یوځای شو."
د ټاکنو د دې کړکیچ د پای بله لاره دا ده چې دواړه نوماندان او د هغوی ډلې له یو بل سره کښیني او د دې کړکیچ د له منځه وړلو په لارو خبرې اترې وکړي. داسې ویل کیږي چې د ولسمشر دواړه مرستیالان به هم په دې خبرو اترو کې برخه واخلي.