د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر، ضیاالحق امرخیل اماراتو ته تلل تیښته ګڼي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي چې په هیواد کې د یو کس د شتون او یا نشتون سره سره هم د هغه په وړاندې ثبت شوي شکایتونه به وڅیړل شي.
د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، طلوع نیوز ته وویل چې ښاغلي امرخیل د دوشنبې په ماښام ۷ بجې له کابل نه د اماراتو په لور وخوځید. سرچینه وايي چې لومړی له هغه نه مخکې د هغه کورنۍ د اماراتو په لورې تللې، او امرخیل به د سه شنبې په ورځ د غرمې په دریو بجو له خپلې کورنۍ سره یو ځای د لندن په لورې لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې څو څو ځلې له ولسمشر او د لوی څارنوالي نه وغوښتل چې ښاغلی امرخیل له هیواد نه ممنوع الخروج اعلان کړي.
د ټاکنو د څارنې بنسټونه وايي، چې د امرخیل په وړاندې د وړاندې شویو ثبوتونو د څیړلو لپاره باید هغه په هیواد کې شتون ولري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر، فهیم نعیمي وايي، "هیله من یو چې دا ستونزه تعقیب شي. که چیرې هغه په افغانستان کې نه وي نو دا یوه ستونزه ده ځکه چې هغه د قضیې یو اړخ دی. هغه ټيلیفوني اړیکې چې ثبت شوې، هغه پورې تړلې شوې ګڼل کیږي، کله چې د دې خبرو څیړنه کیږي، هغه باید په هیواد کې حاضر واوسي."
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، چې له هیواد نه بهر د امرخیل تګ د دې لامل نشي کیدای چې د نوموړي په اړه د دې کمیسیون څیړنې ودرول شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویاند، نادر محسنی وايي، "که چیرې ښاغلی امرخیل له هیواد نه بهر هم تللی وي مونږ به د هر چا په اړه چې وي، ثبت شوي شکایتونه وڅیړو."
په یوه دوه تیرو اونیو کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې له لورې یو لړ ثبت شوې ټیلیفوني خبرې په ډاګه شوې، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر، ضیا لحق امرخیل ته یې تړون ورکول کیږي. دا خبرې چې د عبدالله عبدالله ډلې ته لاسته ورغلې، ښاغلی امرخیل له یو لړ دولتي چارواکو او د کمیسیون ولایتي چارواکو سره په یو شمیر ولایتونو کې د ټاکنو د مهندسي په اړه خبرې کړې وې. د دې خبرو په لړ کې هغه د پکتیکا والي، محب الله صمیم سره هم خبرې کړې وې، چې د یادو خبرو له خپریدو یوه ورځ وروسته ښاغلي صمیم هغه پورې تړل شوی غږ جعلي وبلل.