د ښځو چارو وزارت په ټاکنو کې د ښځو برخه اخیستل ډیر اړین بولي او له هغوی غواړي چې له خپلو رایو ګټه پورته کړي. د ښځو چارو د وزارت مسوولین په وايي، باید په ټاکنو کې د ښځو د ونډې ملاتړ وشي او د ملي بهیرونو په اړه د ښځو پوهاوی باید ډیر شي.
د ښځو چارو وزارت مسوولین د ښځو د توانمنيو د لوړولو په غونډه کې د هيواد له ټولو ميرمنو څخه غواړي چې په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي. د ښځو چارو وزيره، حسن بانو غضنفر وايي د ښځو لپاره بايد اوږدمهاله پروګرامونه په پام کې ونيول شي ترڅو دوي وتوانيږي په سياسي او اقتصادي برخو کې لاپراخ رول ولري.
حسن بانو غضنفر وايي:«ښځې باید په ټاکنو کې فعاله برخه واخلي او خپلې رایې دې د خپلې خوښې وړ کاندید په ګټه وکاروي دغه راز د ښځو لپاره باید اوږدمهال پروګرامونه په پام کې ونیول شي ترڅو هغوی په سیاسي او اقتصادي برخو کې ښه رول ولوبولی شي.»
د ښځو چارو د وزارت مسلکي مرستیاله، سیده مژګان مصطفوي وايي:«باید د ښځو ملاتړ وشي، غښتلي شي ترڅو وکولی شي په فعاله توګه په ټاکنو کې رول ولوبوي.»
له بلې خوا د اروپا استازې هم په افغانستان کې د نابرابريو په اړه انديښنه څرګندوي.
د اروپايي اتحادیې استازی، لویس وايي:«افغانستان د پرمختګ په لور روان دی، خو تراوسه هم د ښځو په وړاندې ننګونې او نابرابرۍ شتون لري، اروپايي ټولنه غواړي په سياسي،اقتصادي او ټولنيزو برخو کې له ښځو سره مرسته او همکاري وکړي.»
په اوسني نظام کې په ټولنه کې د ښځو رول احساسيږي، خو دغه فعاليت يوازې په څو لويو ښارونو پورې محدود پاتې دی او ښځې په کليوالو سيمو په تيره بيا ليرې پرتو سيمو کې له پراخو ننګونو سره مخامخ دي.