د هیواد په شمال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینو د سې شنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال له حکومت څخه د ټاکنو په تېره بیا د ښځینه رایې ورکونکو د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
د ښځو د حقونو دا فعالین د نامسووله وسله والو کسانو شتون د ټاکنو پر وړاندې له اساسي ننګونو بولي. ددوی په وینا، حکومت باید ددغو ستونزو د هواري لپاره جدي تدابېر ونیسي او د ټاکنو خپلواک کمیسون باید په لېرو پرتو سیمو کې د رایې ورکولو مرکزونه پرانېزي.
د مدني ټولنې یوې فعالې، ضیا ګل طلوع نیوز ته وویل:«هیله لرم چې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي، ځکه د ښځو رایې برخلیک ټاکونکې دي.»
دا مېرمنې د امنیت نشتوالی، د ناقانونه وسله والو شتون، اداري فساد، د اړیکو پر اساس د اشخاصو ګمارنه او د ټاکنو په کمیسون کې د نوماندانو نفوذ هغه ننګونې بولي چې په راتلونکو ټاکنو یې د خلکو بې باوري زیاته کړې ده.
د هیواد په شمال کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، ملالی عثماني وویل:«د ناقانونه وسله والو کسانو شتون او فعالیتونه د ښځو لپاره یو ګواښ دی، ښایې له همدې امله لږې مېرمنې په ټاکنو کې برخه واخلي.»
هغوی له دیني عالمانو هم غواړي چې د اسلام د دین د لارښوونو په رڼا کې ټولنېزو رسالتونو ته د خلکو پام ور واړوي او په ټاکنو کې ګډون کولو ته وهڅوي.