د ټاکنو خپلواک کميسون د ټاکنو د ترسره کيدو د نيټې د بدلولو لپاره د ولسمشر کرزي وړانديز رد کړی دی.
د دغه کميسون ريس وايي چې د هيواد په لرو پرتو سيمو کې د مناسبې هوا نشتوالي د دغه وړانديز لامل و، خو کميسون دا وړانديز رد کړ.
د ټاکنو د خپلواک کميسون ريس، محمد یوسف نورستاني خبردارۍ ورکوي، چې دا بنسټ به د هيڅ ډول کورنيو او بهرنيو فشارونو ته تسلیم نشي. ښاغلي نورستاني وویل، که څه هم سل په سلو کې په ټاکنو کې روڼتيا نا ممکنه ده خو دغه کميسون به د روښانه ټاکنو د ترسره کيدو لپاره هڅي وکړي.
د مشرانو جرګې يو شمير غړي د هوا د بدلونونو د ستونزو له امله د ولسمشرۍ ټاکنو د وخت د بدليدو غوښتونکي دي، خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس د انتخاباتو په نيټه کې بدلون ناشونی ګڼي او وايي ان ولسمشر هم د ټاکنو د وخت د بدلون غوښتنه کړې وه خو نوموړې ادارې د ولسمشر دغه وړانديز نه دی منلی.
نورستاني وویل: «د انتخاباتو د ترسره کېدو په نیټه بدلون ناشونی دی، حتی ولسمشر هم دا وړاندیز کړی و، ځکه د ټاکنو قانون موږ ته دا اجازه نه راکوي، له همدې کبله مو دا وړاندیز رد کړ.»
د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس يو ځل بيا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د روڼتيا لپاره د هڅو خبره کوي او وايي دغه اداره به هيچا ته اجازه ورنکړي چې په انتخاباتو کې درغلۍ وکړي. نوموړی زياتوي د دې کميسيون پر يو شمير ولايتي ريسانو او کارکونکو چې نيوکې کيدې ګوښه شول او دا بهير دوام لري.
محمد یوسف نورستاني وايي: «موږ سل سلنه د رڼو ټاکنو تضمین نشو ورکولی، خو هڅه کوو چې انتخابات ترسره کړو، موږ به هیڅ ډول کورنیو او بهرنیو فشارونو ته تسلیم نشو.»
په دغه غونډه کې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون مسوولين له وروستي نوملړ څخه د ولايتي شوراګانو د يو شمير کانديدانو د نومونو د ايستلو له امله رابلل شوي و خو دوي په دغه غونډه کې ګډون ونکړ، يو شمير سناتوران د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون پريکړه سياسي بولي.
له دې سره سره د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس وايي د انتخاباتو په قانون کې يو لړ ستونزې شته چې بايد په نوموړي قانون کې تعديلات رامنځته شي.