د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، د هیواد په ځینو سیمو کې د ناامنیو شتون د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستره ننګونه بلل کیږي. د دغه کمیسون مسوولین وايي، امنیتي ادارې باید د ټاکنو کمیسون د کارکوونکو او د نوم لیکنې مرکزونو امنیت د تامین لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
خو امنیتي ادارې وايي، د ټاکنو او انتخاباتو کمیسون د کارکونکو د امنیت د ټینګښت لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي. د ټاکنو د لومړنيو کارونو ترسره کيدل له ګواښونو او ان تلفاتو څخه خوندي نه و.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون کارکونکي مجبور دي چې د کارونو د ترسره کولو لپاره په تيره بيا د رايو د کارتونو د ويشلو په موخه د هيواد بيلابيلو سيمو ته ولاړ شي. خو هغه څه چې تراوسه هم يو ګواښ ګڼل کيږي امنيتي انديښنې دي.
د کار له پيل راهيسې د ټاکنو د خپلواک کميسيون دوه تنه کارکونکي په فارياب ولايت کې تښتول شوي دي، د دې ادارې د ولايتي کميسيون ريس په کندز ولايت کې ووژل شو، د نوموړي کميسيون دوه کارکونکي په غور او دوه نور په بغلان ولايت کې وژل شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون ویاند، نور محمد نور وايي:«موږ تل خپلې اندیښنې له امنیتي ادارو سره شریکې کړې دي او په دې اړه موږ غونډې هم جوړې کړي دي، باید زموږ د کارکونکو او رایه ورکوونکو امنیت تامین شي.»
امنيتي انديښنې ان له ولسمشر سره هم شريکې شوې، ولسمشر ژمنه وکړه چې دغو انديښنو ته پاملرنه وشي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«خپل ټول توان به د ټاکنو او رایه ورکونکو مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره وکاروو، موږ ټولو ته دا ډاډ ورکوو چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د ټاکنو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه لمنځه بوځي.»
په اوسني وخت کې د رايو له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه ۳۴۳۵ له امنيتي ګواښونو سره مخامخ نه دي، خو ۹۴۵ مرکزونه د ټيټې کچې له ګواښونو، ۱۰۴۷ د منځنۍ کچې له ګواښونو او ۱۱۳۵ د رايو مرکزونه هم له جدي امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي. راتلونکې ټاکنې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنې دي او د هغې د ترسره کيدو څرنګوالی په اصل کې د افغان دولت لپاره يوه لويه ازموينه بلل شوې ده.