د نیمروز ولایت
سیاسي
والي: عبدالکریم برحال
د ولسمشرۍ نوماند: تراوسه پورې مالوم نه دی
د ولایتي شورا نوماند: تراوسه پورې مالوم نه دی
د رایه ورکونکو شمیر: تراوسه پورې مالوم نه دی
نور مالومات:
څلور خواوې:
موقعیت: دا ولایت د افغانستان په سویل-لویدیځ کې پروت دی چې ۴۱٬۰۰۵ کیلومتر مربع مساحت لري او له فراه، هلمند له ایران او پاکستان سره ګډې پولې لري.
مرکز:
زرنج
ولسوالۍ: دا ولایت پنځه ولسوالۍ لري. چخانسور، چهاربرجک، خاش رود، زرنج او کَنګ د دې ولایت ولسوالۍ دي.
د نیمروز تصویر:
دا ولایت په بشپړ ډول هوار دی او پراخې دښتې لري. په دې ولایت کې یو لوی سیند هم بهیږي او دغه راز د همند سیند د نیمروز په لویدیځ کې بهیږي.
نفوس:
۱۵۰٬۰۰۰ کسان
میشت قومونه:
بلوچان، پښتانه، تاجکان، ازبکان، هزاره ګان او کوچیان.