د نوي خط د سازمان غړو د هیواد له ټولو ځوانانو وغوښتل چې د رایه ورکونې کارتونه واخلي او په ټاکنو کې برخه واخلي. دغه سازمان وايي چې ځوانان باید خپل راتلونکی په خپله وټاکي.
د نوي خط سازمان غړي د رایه ورکونکو د نوم لیکنې مرکزونو پر کموالي نیوکه هم وکړه. دوی د ټاکنو پر اهمیت ټینګار کوي او انتخابات په هیواد کې د ولسواکۍ د پلي کیدو یواځینۍ لار بولي.
د نوي خط د سازمان ریس، فهیم صدیقي وايي:«نن ورځ موږ د دې شاهد یو، چې ځوانان په ټاکنو کې د نوماندانو د پوسټرونو د نصبولو پر ځای دغه بهیر کې د ګډون پر تګلارو کار کوي او پر ټاکنو کې ګډون کولو ته لومړیتوب ورکوي.»
د یاد سازمان بل غړی، رامز بختیار وايي:«افغانستان داسې یو هیواد دی چې دیرش کاله جګړې ځپلی دی، موږ د ولس پراخ ملاتړ ته اړتیا لرو، د خلکو آندونه د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دی.»
دا سازمان له ټولو افغانانو په تیره ځوانانو غواړي چې د رایه ورکونې کارتونه ترلاسه کړي او د یوه غوره کاندید په ګټه رایې ورکړي.