افغان امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په زابل کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۴ مخالفین وژل شوې دي.
دوی وايي، څلور نور وسله وال په دغو عملیاتو کې ټپیان شوې هم دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، غلام جیلاني وايي، دا عملیات په قلان ښار او شهر صفا ولسوالۍ کې د جمعې په شپه ناوخته پيل شول. خو امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته په دغو عملیاتو کې کوم زیان نه دی اوښتی.