په ایران او پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو استازي وايي، که چیرې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د هغوی غوښتنې ونه منل شي، په مشورتي لویه جرګې کې به ګډون ونکړي.
دوی وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ورته د ګډون کولو آسانتیاوې برابرې شي ترڅو د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي. له دې وړاندې افغان حکومت په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو استازو ته په لویه جرګې کې د ګډون کولو بلنه ورکړې وه. خو د ټاکنو خپلواک کمیسون له هیواده د باندې د ټاکنو ترسره کیدل ناممکن بولي.
ټاکل شوې ده د لویې جرګې په اولسو ډلو کې په بهرنیو هیوادونو په تیره بیا پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو استازي هم ګډون وکړي. خو په پاکستان کې د افغان کډوالو استازو په لویه جرګه کې برخه اخستل په راتلونکو ټاکنو کې هغوی ته د ګډون کولو آسانتیاوو برابرولو پورې مشروط کړی دی.
قومي مشر او په پاکستان کې میشت افغان کډوال، سید عبدالله پادشاه وايي: «که چیرې په پاکستان کې میشتو کډوالو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو آسانتیاوې برابرې نشي، موږ به په لویه جرګه کې ګډون ونکړو.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو د یوالې د شورا مشر، رحمت الله محمدي طلوع نیوز ته وویل: «بودیجه یوه بهانه ده، دوی د ناامنو سیمو لپاره بودیجه لري خو هغه سیمو کې چې ښې امنیت شته او د ټاکنو ترسره کیدو لپاره په کې شرایط برابر دي، د بودیجه د نشتون خبرې یو ډول شکونه راپیدا کوي.»
د لویې جرګې د چمتوالي کمیسون د افغان کډوالو دا غوښتنه بې ځایه بولي.
د لویې جرګې د چمتوالي د کمیسون ویاند او غړی، عبدالخالق حسیني پشه یي وايي:«دا چې افغان کډوال وايي که چیرې په ټاکنو کې د ګډون کولو آسانتیاوې ورته برابرې نشي، په لویه جرګه کې به ګډون ونکړي، دا یوه اضافي خبره ده او دا د ټاکنو کمیسون مسوولیت دی.»
خو له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسون له هیواده د باندې د ټاکنو ترسره کیدل ناممکن بولي. ددغه کمیسون مسوولین وايي، له هیواد څخه د باندې د ټاکنو ترسره کولو لپاره کافي مالي او تخنیکي آسانتیاوې نلري.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون غړی، سریر احمد برمک وايي:«موږ نه وايو چې هلته ټاکنې نه ترسره کوو، بلکه کمیسون په بهر کې د ټاکنو د ترسره کولو وخت له لاسه ورکړی دی او لامل یې هم د کمیسون د اړتیا وړ پیسو نشتوالی دی.»
پخوا د مشورتي لویې جرګې د چمتوالي کمیسون ویلي و، چې ددغې جرګې د غړو د ټاکنو بهیر وروستی شوی دی. خو دا نه ده مالومه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو استازي دې جرګه ګې ګډون کوي او یا نه.