د کونړ قومونو سراسري شورا د غونډې پر مهال یو شمیر دولتي چارواکو او قومي مشرانو په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو پر پراخې ونډې اخیستو ټینګار وکړ خو دغه ولایت ته د دولت پر نه پاملرنې نیوکې هم وشوې. د قومونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کیدل او په بریښنایي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو مسلې ددغې ناستې نور بحثونه جوړول.
ددغې غونډې ډیری ګډونوال قومي مشران او د کونړ د قومونو د سراسري شورا غړي وو. هغوی له دولت څخه د کنړ اوسیدونکو د ستونزو د اوارولو غوښتنه وکړه، خو یو شمیر نورو بیا تور ولګاوه چې اړوند چارواکي د کنړیانو ستونزو ته پاملرنه نه کوي.
د راتلونکو ټاکنو بې پریوالی او په کې د کنړیانو فعاله ونډه او دغه راز په بریښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمو د درج کیدو موضوع ګانې هم په دغه ناسته کې چې ډیری ګډونوال یې له کابل، ننګرهار او کنړ د ولایتونو اوسیدونکي وو، هم مطرح شوې.
دوی وویل، ناامنیو او په کنړ د پاکستان راکټي بریدونو خلک تر پوزې راوستي خو لوړپوړو چارواکو دغو ستونزو د اوارولو لپاره هیڅ څه نه دي کړې.
د غونډې یوه ګډونوال او قومي مشر، سید رحمت رحمتي وویل: "زموږ ۹۴ یا ۹۷ سلنه خلکو ولسمشر کرزي ته رایه ورکړه، خو شپږ میاشتې پرلپسي په ناړې ولسوالۍ توغندي ویشتل کیدل خو دا موضوع هیچا جدي نه نیوله."
د ولسمشر سلاکار، شیر زمان ملګري وویل: "د تاریخ په اوږدو کې کنړ تل د افغانستان نورو ملیتونو لپاره قرباني شوی دی خو چې کله د قربانۍ په میدان کې میوه پیدا شوه، هغه نورو خوړلې."
د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت مرستیال، متصل کومکي وايي: "هیله من یو له کنړ نیولې تر هغو کنړیانو پورې چې په ننګرهار او کابل کې اوسیږي، په اتفاق شي او له یوه وړ کس څخه ملاتړ وکړي او داسې یوه چاته رایه وکړي چې موخه یې د هیواد سوکالي وي."
په کابل کې د کنړ د قومونو د سراسري شورا ریس، محمد فیاض صافی وايي: "موږ غواړو په بریښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمې ذکر شي او هیله من یو چې راتلونکې ټاکنې رڼې او سراسري وي."