په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازی وايي، که چېرې ښځې په ټاکنو کې ونډه ونلري، دا بهېر به سراسري او ولسواک نه وي، له همدې کبله دې ښځې دا حق له لاسه نه ورکوي.
ددغه سازمان استازی د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ښځینه نوماندې د نشتون په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه. ملګري ملتونه په ټاکنو کې د ښځینه رایه ورکونکو او ولایتي شوراګانو د نوماندانو د امنیت د ټینګښت په اړه ډیره اندیښنه لري.
د افغانستان مېرمنو لپاره ددغه سازمان استازې، انګیبوګ ګیسلا دویتر وویل، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښځینه کاندیدانو نشتوالی د اندیښنې وړ دی، له بلې خوا ښځې ولایتي شوراګانو ته نوماندې دي چې په کلیو او ولایتونو کې د ټاکنېزو کمپاینونو پر مهال باید د هغوی امنیت ټینګ شي.
هغې وویل: "په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځینه نوماندانو نشتوالی د خواشینی وړ دی، خو هغوی ولایتي شوراګانو ته نوماندې دي، له همدې امله هغوی باید د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره کلیو ته ولاړې شي، خو د امنیت نشتوالی د ښځو پر وړاندې یوه ستره ننګونه ده او ددوی امنیت باید ټینګ شي "
دا سازمان د عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو کې د ښځو رول اړین بولي.
ګیسلا وايي:"د عادلانه ټاکنو لپاره د ښځو ګډون اړین دی او ښځې دا کار ترسره کولی شي، که چېرې ښځې په ټاکنو کې برخه ونلري، نو ټاکنې به سراسري او ولسواکې نه وي."
په همدې حال کې یو شمېر ښځې په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې ونډې ډیروالی د امنیت په ټینګښت پورې اړوندوي. ټاکنې او د ترسره کولو څرنګوالی یې حکومت ته ستره ازموینه ده، خو ښځې ددغه بهېر د امنیت د ټینګښت په اړه ډیرې جدي اندیښنې لري.