د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، چې په راتلونکو دریو ورځو کې به په کلیو کې د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسیږي.
د دغه کمیسون مسوولین وايي، تراوسه پورې دوه میلیونه او اوه سوه زره کسانو د رایه ورکونې کارتونه اخیستي چې څه باندي ۳۲ سلنه یې ښځې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارلانشا ریس وايي، په هیواد کې د ناامنیو له امله تردې دمه په پنځو ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه نه دي پرانیستل شوي.
په هیواد کې د راېې ورکولو د کارتونو ترلاسه کول د روان کال د تلې په پنځلسمې په ټول هیواد کې پیل شوي دي او د لړم میاشتې په پنځه ویشتمه به پایته ورسیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې یواځې د ولایتونو په مرکزونو کې به د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدو له ورځې تر دوه اونې مخکې به د راېې ورکولو د کارتونو د ویش مرکزونه پرانیستي وي او هغه کسان چې کارتونه نه لري کولی شي له دغو مرکزونو کارتونه ترلاسه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون د دارلانشا ریس، ضیاء الحق امرخیل وايي:«د ټاکنو خپلواک کمیسون څلور میلیونه کسانو ته د رایه ورکونې کارتونو د ویشلو چمتوالی نیولی وو، له نیکمرغه دا پلان په سمه توګه عملي شو او ښه طرح شوی وو، په ټول هیواد کې ۲،۷ میلیونه کسانو د رایه ورکونې کارتونه ترلاسه کړې دي او د لړم په شلمه به په کلیو کې د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسیږي، خو وروسته به د ولایتونو په مرکزونو کې د هر ولایت نفوسو په تناسب د نوم لیکنې دوه مرکزونه پرانیستې پاتې وي.»
خو تر اوسه هم نا امنۍ په هیواد کې د ټاکنو د ترسره کیدو په وړاندې جدي ستونزه بلل کیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه ندی توانیدلی د هیواد په پنځو ولسوالیو کې د راېې ورکولونو د کارتونو د ویش مرکزونه پرانیزي.
دا کمیسیون له امنیتي ادارو غواړي تر څو په دغو راتلونکو پنځو میاشتو کې خلکو ته د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکړي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونود څیړنې د کمیسیون چارواکي وايي چې د کاندیدانو د اعتراضونو څیړل پایته رسیدلي دي او اوس د هغو کسانو په اړه څیړنې روانې دي چې نومونه ېې په لومړي نوملړ کې شامل دي. که څه هم چې د ټاکنو د کمیسیون د مهال ویش پر بنسټ د لړم میاشتې په پنځه ویشتمه اعلان شي ، خو د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنې کمیسیون د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو د وروستي نوملړ د اعلان په اړه داسې وايي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون منشي، نادر محسني وايي:«که څه هم موږ خپلې ټولې هڅې په کار واچولې ترڅو خپل کار په ټاکلې موده کې پای ته ورسوو، خو هیڅکله به وخت د نه روڼتوب قرباني نه کړو.»
د اساسي قانون پر بنسټ باید د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکنې تر راتلونکو پنځو میاشتو ترسره شي، خو تر اوسه هم د دغو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه اندیښنې شته. په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هیواد امنیتي ادارو ته د کابو اووه زره د راېې ورکولو د مرکزونو نوملړ ورسپارلی دی خو افغان امنيتي ځواکونه وايي چې په دې لړ کې کابو دوه سوه او نه پنځوس مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.