د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، که چیرې د شکایتونو د څیړنې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راشي، ددغو شکایتونو څیړل به ډیر وخت ونیسي.
د دغه کمیسون مسوولین وايي، د کمیسون غړي یې ډیرې هڅې کوي ترڅو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو وروستۍ نوملړ په ټاکلې نیټه اعلان کړي. خو که چیرې د ټاکنیزو شکایتونو څیړنه ډیر وخت ته اړتیا ولري، ددغه کمیسون څیړنې به دوام وکړي.
له بلې خوا نن د کاندیدانو د انصراف وروستۍ ورح وه، خو هیڅ کاندید د بل کاندید په ګټه له خپلې نوماندۍ تیر نشو.
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون منشي، نادر محسني وايي تراوسه پنځوس سلنه شکايتونه څيړل شوي او که لازياتې څيړنې ته اړتيا وي دغه کار به دوام وکړي.
نادر محسني وايي:«تراوسه پورې پنځوس سلنه شکایتونه څیړل شوي دي، خو که چیرې ددغې پروسې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راشي، نو دا بهیر به اوږد شي او له بلې خوا هڅې روانې دي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو وروستۍ نوملړ په ټاکلې نیټه اعلان شي.»
له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کميسيون ویاند، نور محمد نور وايي د دوشنبې په ورځ د کانديدانو د انصراف وروستۍ ورځ وه خو هيڅ يو کانديد له خپلې کانديدا تير نشو او له دې وروسته به د هغوي انصراف ناسم وي.
هغه زیاتوي:«نن د کاندیدانو د انصراف وروستۍ ورځ وه، له نن وروسته که چیرې کوم نوماند له خپلې نوماندۍ تیر شي، رایه به یې باطله وشمیرل شي، بلخوا د نوم لیکنې دریم پړاو هم پای ته ورسیده، خو په لومړی درجه ولایتونو کې به د رایه ورکونکو دوه مرکزونه او د نورو ولایتونو په مرکزونو کې به د ټاکنو له ترسره کیدو دوې اونۍ وړاندې یو مرکز پرانیستی پاتې وي، تردې دمه درې میلیونه کسانو د رایه ورکولو کارتونه اخیستي چې یو میلیون یې ښځې دي.»
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي د رايې ورکونکو د نوم ليکنې دريم پړاو پاي ته رسيدلی خو د دوهمې درجې په ولايتونو کې به دوه مرکزونه او د لومړۍ درجې په ولايتونو کې به يو مرکز د ټاکنو له ترسره کيدو يوه اونۍ مخکې پورې د نوم ليکنې لپاره پرانيستی وي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د شميرو له مخې د رايو د کارونو د ويشلو په بهير کې دري ميليونه کسانو نومونه ليکلي دي چې يو ميليون يې ښځې دي.