د ټاکنو روڼتوب به هغه وخت روښانه شي چې مدني ټولنې په دې بهیر کې خپله ونډه په سمه توګه واخلي.
د مدنې ټولنې يو شميرغړي ددې مطلب په څرګندولو سره د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه غواړي چې په دې ملي بهير کې د مدني ټولنو لپاره يو قانوني چوکاټ جوړ کړي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي د مدني ټولنې له خوا به د ټاکنو د بهير دڅارنې لپاره ښه امکانات برابر کړي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي او د مدني ټولنې يو شمير غړي په دې ځاي کې راټول شوي ترڅو د انتخاباتو پر بهير د مدني ټولنې د ادارو د څارنې په اړه يوه موافقه لاسليک کړي.
د مدني ټولنې يو شمير غړي د انتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غواړي چې په ټاکنو کې د مدني ټولنې څارونکی رول پراخ کړي.
د فیفا سرپرست، نعیم اصغري وویل:«د ټاکنو خپلواک کمیسون دې له مدني ټولنو او نورو اړوندو ادارو سره په مقطعي توګه د همغږۍ غونډو ته دوام ورکړي، ځکه مدني ټولنې د کمیسون رقیبې ادارې نه دي.»
له بلې خوا د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال، عبدالرحمن هوتکي وايي د انتخاباتو پر بهير د مدني ټولنې د څارنې لپاره به مدني ټولنو ته لا زيات امکانات په واک کې ورکړل شي.
عبدالرحمن هوتکي وویل:«د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو د پوهاوي کچې د لوړاوي، په ټاکنو کې د خلکو ونډې د زیاتولو او له ټاکنو څخه د څارنې پخاطر غواړو ددغو ادارو نیغ په نیغه همکاري له ځان سره ولرو، د ټاکنو خپلواک کمیسون به ټول امکانات د دغو ادارو په واک کې ورکړي.»
د مدني ټولنې ادارې وايي د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي د زياتوالي او په دغه بهير کې د ګډون په موخه به د خلکو د هڅولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي.