د ځینو پوهنتونونو او استادان او محصلین وايي، چې د راتلونکي فصل ټاکنې د سیاسي نظام د پیاوړې کولو لپاره یوه ازموینه ده، نو ځوانان او محصلین باید سر له اوسه هڅه وکړي ترڅو په ټاکنو کې په برخې اخیستو سره په سیاسي نظام کې بنسټیز بدلونونه راولي.
د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند، اشرف غني احمدزی وايي، چې ځوانان د تحول وسیلې دي او د سیاسي واک په لېږد کې باید د پام وړ رول ولوبوي.
د هرې ورځې په تېریدو سره د ولسمشرې او ولایتي شوراګانو ټاکنې رانېږدې کېږي. لیدل کیږي چې محصلین او په ټول کې هیوادوال د راتلونکي مشر په ټاکلو غور کوي او هڅه کوي سیاسي واک په بنسټېز ډول له اوسني نظام څخه راتلونکي نظام ته ولېږدوي.
یو شمېر استادان په راتلونکو ټاکنو کې د محصلینو رول اغیزمن بولي. د پوهنتون یو استاد، عزیز رویش وايي: «تاسو باید نظام ته بدلون ورکړی، په ټاکنو کې د محصلینو پراخ ګډون به د نظام د بدلون لامل شي چې دا د وخت اړتیا ده.»
په همدې حال کې اشرف غني احمدزی ځوانان او محصلین په هیواد کې د تحول وسیله بولي او زیاتوي، چې ځوانان باید د سیاسي واک د لېږد لپاره د مسوولیت احساس وکړي.
هغه وویل: «محصلین او ځوانان په ټاکنو کې برخلیک ټاکونکی رول لري، دا ستاسو مسوولیت دی چې په سیاسي واک کې بدلون راولی او په دې پوه شی چې د بنسټېز بدلون او تحول امکان شتون لري.»
د افغانستان د ملت د ګوند منشي، جعفر مهدوي وویل: «ټولو ظرفیتونو ته په پام سره موږ ددې احساس وکړ، که د افغانستان ټول وګړي او ځوان نسل د ډاکټر زلمي رسول د ټیم ملاتړ وکړي، نو موږ به یو ودان او سرلوړی افغانستان ولرو.»
شاوخوا درې میاشتې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته پاتې دي او سر له اوسه سیاسي ګوندونه هڅې کوي خپل ملاتړ د ولسمشرۍ له نوماندانو اعلان کړي.