د ټاکنو خپلواک کمیسیون هوډ لري چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان نه وروسته د شکمنو محلونو د رایو څیړنې ته دوام ورکړي.
د یاد کمیسیون غړی، سریر احمد برمک وايي چې دا کمیسیون تر دې دمه د درغلیزه رایو په پيژندلو کې ناتوانه وو، او دا کال نورې مودې ته هم اړتیا لري. هغه زیاتوي چې که چیرې دواړه نوماندان هوکړه وکړي نو دا کمیسیون به د شکمنو محلونو یو زیات شمیر رایې بیا وڅیړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په تیرو څو ورځو کې د نږدې دوه زره شکمنو محلونو رایې، چې د هیواد دیرش ولایتونو اړوند وې بیا وڅیړلې، خو داسې بریښي چې دې کار د ټاکنو د بهیر د روڼتیا په برخه کې د کمیسیون ډاډ نه دی تر لاسه کړی.
ښاغلی برمک وايي، "مونږ منو چې تر دې دمه کمیسیون د درغلیزه رایو په بیلولو کې پاتې راغلی، له دې کبله اړتیا ده چې د رایو یوه لویه برخه بیا هم وڅیړل شي، چې دا کار وخت ته اړتیا لري."
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شکمنو محلونو د رایو د بیا څیړنې لپاره ځانګړي معیارونه او تګلارې هم چمتو کړې. د دې تګلارو پر بنسټ، په رایو پاڼو د کمیسیون د ټاپې، او د ناظرانو د لاسلیک نشتون، او همداراز په یو محل کې د یو نوماند په ګټه د شپږسوو نه د زیاتو رایو شتون د درغلۍ نښې ګڼل کیږي. په دې سربیره عبدالله عبدالله هم د شکمنو محلونو لکه د هغو ښځینه محلونو چې نارینه کارکوونکي پکې ګمارل شوي وو، هغه محلونه چې د یو نوماند په ګته پکې له ۵۹۵ نه زیاتې رایې اچول شوی وي، اوهمداراز د اضافي محلونو د بیا څیړلو په اړه خپل وړاندیزونه، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی، سریر احمد برمک زیاتوي، "مونږ د دې محلونو د بیا څیړلو په اړه پلان لرو، خو د دواړو نوماندانو هوکړې ته سترګې په لار یو، تر هغه چې د هغوی هوکړه نه وي، مونږ څه نشو کولای."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله د عبدالله عبدالله دوه وړاندیزونه مني، خو د هغه وړاندیز په اړه چې وايي د هغه ښځینه محلونو رایې، چې نارینه کارکوونکي پکې ګمارل شوي، باید بیا وڅیړل شي، په اړه داسې وايي، "مونږ د ښاغلي عبدالله دوه غوښتنو سره هوکړه لرو، خو د هغه وړاندیز په اړه چې د هغه ښځینه محلونو رایې، چې نارینه کارکوونکي پکې ګمارل شوي، باید بیا وڅیړل شي نه منو، ځکه چې په تیر پړاو کې هم دا ډول محلونه شته وو، خو هیڅ کله هم ونه څیړل شول."
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنلارې پر بنسټ، لومړی باید دواړه نوماندان د شکمنو محلونو د رایو د بیا څیړلو په اړه هوکړه ولري، وروسته له هغه کمیسیون کولای شي چې د دې محلونو د بیا څیړنې په اړه لاس په کار شي.