مشرانو جرګه وايي، چې یواځې د رڼو ټاکنو په ترسره کیدو سره به هیواد کې روانو ننګونو ته د پای ټکی کیښودل شي.
د مشرانو جرګې ریس، فضل هادي مسلمیار ددې مطلب په بیانولو سره وویل، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري.
د مشرانو جرګې په ننۍ غونډه کې ځینو سناتورانو د ټاکنو د نیټې د ځنډیدو موضوع مطرح کړه، خو د جرګې ریس په ټاکلې نېټه د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
د رڼو ټاکنو ترسره کېدل په هیواد کې د روانو ستونزو د هواري لپاره اړین ګام بلل کېږي. د مشرانو جرګې ریس، فضل هادي مسلمیار په ټاکلې نیټې د رڼو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار کوي او زیاتوي، د سیاسي واک د لېږد لپاره له ټاکنو پرته بله لار نشته.
مسلمیار وايي:«موږ باید د خلکو د استازو په توګه پر حکومت او امنیتي ادارو فشار راوړو ترڅو د امنیت د ټینګښت او ټاکنو د روڼتیا لپاره لپاره کار وکړي. زما په آند د واک د سوله ایز لېږد لپاره له ټاکنو پرته بله لار شتون نلري.»
یوې بلې سناتورې، نجیبې حسیني وویل:«ښایي راتلونکې ټاکنې ځینې ستونزې ولري، خو له ټاکنو پرتله بله لار نشته.»
له بلې خوا ځینې سناتوران د هیواد په ځینو سیمو کې د ناامنیو له ډیرالي اندیښنه څرګندوي او وايي، چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال د لازم امنیت د نشتوالي په صورت کې به ټاکنې رڼې نه وي.
یوه بل سناتور، خان محمد خاګۍ وویل:«په هیواد کې اوسنیو ناامنیو ته په پام سره راتلونکې ټاکنې به له ډیرو ستونزو سره مخ وي.»
د مشرانو جرګې بل غړي، هدایت الله رهايي وویل:«زما په آند د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره دې وغځول شي، دا به ښه وي چې راتلونکې ټاکنې وځنډول شي.»
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته څه باندې سل ورځې پاتې دي، دمګړۍ د ټاکنو خپلواک کمیسون د رای پاڼو د چاپ او د رایه ورکونکو مرکزونو ته د اړینو توکو د استولو په موخه چمتوالی نیسي، خو اوس هم ناامني د ټاکنو په وړاندې ستره ننګونه بلل کېږي.