څه موده وړاندې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د صابرې په نامه یوه نجلی په عام محضر کې په دورو ووهل شوه. خو اوس د صابرې پلار، اقبال معصومي د عدالت او خپلې کورنۍ او لور د حیثیت د ځای پر ځای کیدو غوښتنه کوي.
اقبال معصومي وویل، دده لور له یوه هلک سره د نامشروع اړیکو د لرلو په تور د سیمې د یوه ملا په حکم په عام محضر کې په دورو ووهل شوه. خو هلک د پیسو په بدل کې ځان له دورو وهلو وژغوره. بلخوا هغه ښځه چې خاوند یې څه موده وړاندې پر چره یې ټوپک ویشتلې وه، د عدالت غوښتنه کوي.
صابره څه موده وړاندې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په مخکې د سیمې د یوه ملا په حکم په دورو ووهل شوه. خو د هغې پلار ټینګار کوي، چې لور یې اوس پر رواني ناروغۍ اخته شوی او همداراز د عدالت او د خپلې کورنۍ د حیثیت د ځای پر ځای کولو غوښتنه کوي.
اقبال معصومې زیاتوي:«پر صابرې تور ولګول شو چې له یوه هلک سره نامشروع اړیکې لري او د سیمې ملایانو پر دورو ووهله، خو هلک د پیسو ورکولو په بدل کې ځان وژغوره، خو اوس زما لور پر رواني ناروغۍ اخته شوې او د خلکو له لاسه په کوڅه او ښار کې تګ راتګ نشي کولی، زه د کونۍ او لور حیثیت دې بېرته ځای پر ځای شي.»
شکیلا اولس کاله عمر لري. د شکیلا خاوند هغه پر چره یي ټوپک وویشتله چې له امله هغې خپل مخ نیمه برخه له لاسه ورکړې یوه سترګه یې ړنده شوې ده. که څه هم شکیلا د خبرو کولو توان نلري خو خپلې غوښتنې د کاغذ پر مخ لیکي.
دا په داسې حال کې ده نن د نوامبر پنځه ویشتمه نیټه او د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي نړیواله ورځ ده. خو یو شمېر ښځې ددغې ورځې په اړه پوهاوی نلري. په همدې حال کې د ښځو چارو د وزارت چارواکې وايي.
د کابل ښار یوې اوسیدونکې، وحیدې وویل: «ښځې د تاوتریخوالي د زغملو توان نلري، نور تاوتریخوالی بس دی.» د ښځو د حقونو فعالین د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د ډیریدو په اړه اندیښنه څرګندوي او د تاوتریخوالیو عاملینو ته د سزا غوښتنه کوي، هغوی د قانون د واکمنۍ نشتوالی او د معافیت کلتور شتون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه بولي.