امریکایي چارواکي وايي، د افغانستان په سویل کې د یوې چورلکې د نسکوریدو له امله د سې شنبې په ورځ شپږ امریکايي سرتېري وژل شوې دي.
د امریکا ددفاع وزارت دغه پیښه تاییدوی او زیاتوي، چې پرون ماښام د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو یوه چورلکه رالویدلې ده. ددوی په وینا، په دغې چورلکې کې شپږ کسان سپاره وو.
دوی زیاتوي، تردې دمه د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی روښانه، خو لومړنۍ څېړنې ښیي چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې ده.
له دې وړاندې طالبانو ددغې چورلکې د راغورځوولو مسوولیت په غاړه اخیستی وو، خو بهرنیو ځواکونو د هغوی ادعاوې رد کړې.
طالبان تل په افغان او ناټو ځواکونو د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي. د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳۹ بهرني پوځیان په افغانستان کې وژل شوې دي، چې له دې ډلې څخه ۱۰۹ تنه یې امریکایان وو. خو دا پېښه په دې وروستیو میاشتو کې بې مخینې وه.
دا مهال د ناټو ۸۴ زره سرتېري په افغانستان کې میشت دي چې ۴۲۷۰۰ تنه یې امریکایان دي. ټاکل شوې ده دا شمېر د امنیتي مسوولیتونو د لېږد بهېر تر بشپړیدو وروسته تر ۲۰۱۵ کال پورې ۱۰ زرو تنو ته راټیټ شي.