دټاکنو خپلواک کمیسون ریس وایی چی دغه بنسټ پریکړه کړی ترڅو دانتخاباتو لومړنی پایلی د دوشنبی په ورځ اعلان کړی. اخوا د ډاکټر اشرف غنی احمدزی انتخاباتی ډله لدغی پریکړی هرکلی کوی بلخوا دعبدالله عبدالله انتخاباتی ډله وایی چی دغه کار باید له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو له بیلولو وروسته ترسره شی.
بالاخره د ټاکنو خپلواک کميسيون د اعتراضونو او انديښنو په اوج کې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو لومړنی پايلې به د دوشنبې په ورځ اعلان کړي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس چې نه غواړي له دې زيات له رسنيو سره خبرې وکړي او د کمرو له مخې ليرې کيږي خو يو شمير څارونکې ادارې چې د يکشنبې په ورځ يې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له غړو سره خبرې کړې، وايي د دې بنسټ غړو ويلي د کابو 2000 محلونو د رايو بيا څيړل به د يکشنبې ترماښام پورې پاي ته ورسيږي او د دوشنبې په ورځ به پايلې اعلان کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني په داې اړه وايي، "مونږ نن د مدني ټولنو سره د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه خبرې وکړې، هغوی ژمنه کړې چې زمونږ ملاتړ به کوي، انشاالله د دوشنبې په ورځ به پایلې اعلان شي."
د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلانه هرکلی کوي.
د اشرف غنی احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی عباس نویان وايي، "د بدلون او پایښت ډلې دریځ روښانه دی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید له خپلې ژمنې سره سم د ټاکنو لومړنۍ پایلې د دوشنبې په ورځ د افغانستان درنو وګړو ته اعلان کړي او په دې اړه هیڅ ډول ځنډ مونږ ته د منلو وړ نه دی."
خو د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې غړی، سید عالمي بلخي په دې اړه داسې وايي، "د ټاکنو دا اعلان به خلک په څولاري کې ودروي، دا کار باید د پاکو او ناپاکو رایو له بیلولو وروسته تر سره شي."
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي که د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان د انتخاباتو د روڼتيا په موخه بيا هم وځنډول شي کومه ستونزه نلري خو که داسې نه وي بايد د دوشنبې په ورځ اعلان شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي مشر، محمد یوسف رشید وايي، "که چیرې ځنډ د ټاکنو د بهیر د روڼوالي لپاره وي نو ستونزه نشته، خو کو داسې نه وي نو باید د ټاکنو مهال ویش په پام کې ونیول شي."
د افغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د دې کار د پايلو په اړه انديښنه څرګندوي او وايي که کومه ستونزه رامنځته شي ټاکنيزې ادارې ګرمې دي.
د عبدالله عبدالله. ټاکنيزه ډله تراوسه هم د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره اړيکې نلري او دغې ډلې ټينګار کړی چې بايد د انتخاباتو لومړنۍ پايلې د شکمنو مرکزونو د رايو له څيړلو وروسته اعلان شي پرته له هغې به د لومړنيو پايلو اعلان د دوي لپاره د منلو وړ نه وي.