د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب په راتلونکي حکومت کې د سیاسي نقش په لټه کې دی. د دې حزب چارواکي وايي چې د دې حزب او د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ د لیکونو لیږد رالیږد دوام لري، او دواړه نوماندان باید په هیواد کې د نویو ترینګلتیاوو له رامنځته کولو ډډه وکړي.
د یاد ګوند د سیاسي کمیټې چارواکی، غیرت بهیر، چې دا مهال په پاکستان کې هستوګن دی وايي، "مونږ له دواړو ټاکنیزو ډلو سره منظمې اړیکې او د لیکونو تبادله لرو. زمونږ پلاوي افغانستان ته تللي. زمونږ اصلي موضوع دا ده چې دواړه نوماندان دې ته وهڅوو چې له کشمکش رامنځته کولو ډډه وکړي، که چیرې بریالي شي نو ووايي چې ټاکنې رڼې وې، او که نشي نو ووايي چې ټاکنې له درغلیو ډکې وې. دا کار هیواد د بحران لورې ته بیایي."
غیرت بهیر زیاتوي، "هغه کسان چې کشمکشونو ته لمن وهي، د دې تاوان به پرې کوي. غوره خبره دا ده چې په ولسواکۍ کې د اکثریت او اقلیت موضوع مطرح ده، هر چا چې ډیرې رایې تر لاسه کړې حکومت دې رامنځته کړي، او اقلیت باید هغوی ته حکومت تسلیم کړي."
آیا دا ګوند به وکړی شي چې د ټاکنو د ستونزو په له منځه وړلو کې کوم کار تر سره کړي، او آیا د ولسمشرۍ دواړه نوماندان به په قدرت کې د دې ګوند په ګډولو کې ګام پورته کړي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی معین مرستیال وايي، "له دې مخکې د اسلامي ګوند پنځو برخو د بدلون او پایښت منشور منلی او له مونږ نه یې ملاتړ کړی. اوس هم که دوی وغواړي چې د بدلون او پایښت دلې منشور ومني نو د ملي یو والي په حکومت کې هیڅ ډول ممانعت شتون نلري، بلکه د ملي یو والي د غښتلي کولو په برخه کې مرستندویه ګام به وي."
د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند په رسمي توګه په افغانستان کې فعالیت نلري او ویل کیږي چې د دې ګوند ډیری مهم غړي له هیواد نه بهر په ځانګړې توګه په پاکستان کې ژوند کوي.