د غور ولایت ځایي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون د سیمه ایز دفتر شپږ کارکوونکي د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ټپيان شول.
د غور د امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، دغه پیښه په دولینې ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې ددغو کسانو موټر د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.
دی زیاتوي، چې د ټاکنو کمیسون کارکوونکي د ولسوالۍ مرکز ته روان وو ترڅو پر خلکو د رایه ورکونې کارتونه وویشي، چې دا پیښه وشوه.
دده په وینا، په چاودنه کې د دغه کمیسون شپږ کارکوونکي ټپيان شوې دي. د غور ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسون د سیمه ایز دفتر مشر، سلمان شریفي هم دغه پیښه تاییدوي.