په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د اروپایي اتحادیې د څارونکو پلاوي ټینګار وکړ چې د ۱/۳ محلونو رایې، چې ۴.۲ ملیونه رایې کیږي، بیا وڅیړل شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان له ډول ډول عکس العملونو سره مل وې، خو یاد بنسټ له ۲ – ۴ ملیونو رایو په بیا څیړنه بوخت دی. د خبرپاڼې پر بنسټ د ټاکنو کمیسیون د لومړي پړاو په پرتله ۹۰ سلنه هغه رایې چې ډیره ستونزه یې هم نه درلوده، باطلې کړې دي.
د یاد پلاوي مشر، تایس برمن ټینګار وکړ، "د پایلو د اعلان په دې پړاو کې د رایو د کره څیړنې پرته، وروستۍ پایلې څرګندې نه دي. د دې امکان نشته چې دا مهال ګټونکی اعلان کړو، په داسې حال کې چې د ډیریو رایو په اړه لا پریکړه نه ده شوې چې ایا معتبرې اعلان شي که باطلې شي."
نوموړي زیاته کړه، "د ژورو اختلافاتو شتون د اندیښنې وړ دی، او زمونږ څارونکو ویلي چې له ۲۲۲۹ محلونو څخه یواځې ۱۳۵ محلونه د لومړنیو پایلو له اعلان نه ایستل شوي دي."
همدا راز یاد پلاوي ټینګار وکړ چې د هیواد ټاکنیز بنسټونه باید د ټولو اړخونو په ګډون، او په کره او بې پرې توګه د رایو بیا څیړنه پر مخ بوزي، او هغه محلونه هم بیا وڅیړي چیرې چې د یو نوماند لپاره ډیری رایې ورکړل شوي دي.