افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړی استازی، جیمز ډابنز د افغانستان له ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي دي چې په هیواد کې د تفرقې د مخنیوي لپاره باید ایتلافي حکومت جوړ کړي.
د بلومبرګ لخوا په خپور شوي رپوټ کې ویل شوي چې ډابنز دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، په واشنګټن کې د اسیایي ټولنې له لورې په یوې جوړې شوې غونډې کې وکړې.
د بلومبرګ په حواله ډابنز وویل، "په افغانستان کې دا سیسټم چې ګټونکی د واکمن شي، ستونزمن دی. زمونږ په آند یو بریالی حکومت به هغه وي چې ټول اړخونه پکې شامل وي."
ډابنز زیاته کړه چې اوباما دواړو نوماندانو سره دا خبره شریکه کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري به د جمعې په ورځ، د ټاکنیز بندون د له منځه وړلو لپاره کابل ته راشي.