د رایو د بیاڅیړنې بهیر به سبا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې د ملي او نړیوالو څارونکو په شتون کې پیل شي. د تګلارې سر سم دا بنسټ به ۱۰۰ دوه او یا هم دری کسیزه ډلې جوړوي، چې هره ډله به په کره توګه د بکسو بیاڅیړنه تر سره کړي. د بیاڅیړنې مشرتوب د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په غاړه دی، خو د ملګرو ملتونو سازمان به له دې څیړنې نه په کره توګه څارنه وکړي.
له بله پلوه نه به هم سبا د ایساف له لورې له ولایتونو نه د رایو د بکسو لیږد کابل ته پیل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد ضیا د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناستې کې وویل، "سبا به انشاالله د رایو د بیاڅیړنې بهیر پیل شي، ټول څارونکي کولای شي له دې بهیر نه څارنه وکړي، او په دې اړه هیڅ محدودیت نشته."
د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د رايو د څيړلو د بهير د پيليدو له اعلان سره په يو وخت هغه تګلاره چې له مخې يې بايد رايې وڅيړل شي د دې ادارې لخوا د دواړو نوماندانو د ټاکنيزو ډلو په موافقه وروستۍ شوې ده.
په نوموړې تګلاره کې دغه پوښتنې مطرح شوې دي.
1- آيا د رايو صندق هماغه د کميسيون صندوق دی؟
2- آيا د رایو صندوق سالم او لاسوهنه پکې نه ده شوې؟
3- آيا صندوق د ځانګړتياوو پاڼه لري؟
4- آيا د صندوق قفلونه نه دي خلاص شوي؟
5- آيا د صندوق قفل په لاس پرانيستل کيږي؟
6- آيا د قفلونو شميرې سمې دي؟
7- آيا د پايلو د پاڼو کاپي په صندوق کې شته؟
8- آيا د رايو باطلې او سپينې پاڼې په صندوق کې شته؟
9- آيا د رايو هغه پاڼې چې له کتاب څخه نه وي بيلې شوې په صندوق کې شته؟
10- آيا د رايو په پاڼو کې د اعتبار مهر لګول شوی دی؟
11- آيا د رايو پاڼې سمې په نښه شوې دي؟
12- آيا پر پاڼو لګول شوې نښې يو بل ته ورته دي؟
13- آيا د لاسوهنې په اړه شواهد شته؟
14- آيا د پايلو د پاڼو کاپي د رايو د مرکز له پايلو سره يو شان دي؟
15- آيا د رايې ورکونکو په اړه مالومات او نوملړ سم دی؟
16- آيا د لومړي او دوهم پړاو د رايو ترمنځ توپير ډير دی؟
د همدې تګلارې له مخې به ټولې ناسمې رايې له سمو څخه بيلې شي.
له بلې خوا يو شمير څارونکې ادارې د رايو د څيړلو د پيلولو په اړه خوښي څرګندوي.
د ډیومکراسي انټرنیشنل په نوم د یو بنسټ مشاور، گریگوری مینجک وويل، "زه باور لرم چې د څيړنو پايلې به د منلو وړ وي ځکه چې دواړو نوماندانو په دې اړه موافقه کړې ده او دغه څيړنې به د نړيوالې ټولنې او د افغاني بنسټونو په همکارۍ ترسره شي"
ښايي چې د رايو څيړل درې اونۍ دوام وکړي او وروسته د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون لخوا د شکايتونو او اعتراضونو له څيړلو وروسته به د ټاکنو ددوهم پړاو وروستۍ پايلې اعلان شي.