د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري کابل ته راغی. ټاکل شوې چې نوموړی د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو، ښاغلي اشرف غني احمدزی او ښاغلي عبدالله، او همداراز د هیواد ولسمشر حامد کرزی سره بیلې بیلې لیدنې تر سره کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو رییس حمید صدیق د تیرې شپې په نیمايي کې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر ته د کابل په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.
دا امریکايي چارواکی دا ځل ستونزمن ماموریت په مخ کې لري.
له همدې امله ېې د سفر خولې ندي وچې شوي په خپل کار ېې پیل وکړ. د کار په لومړۍ ورځ ېې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې جان کري د افغانستان ټاکنې نا متوازنې وبللې.
له هغه وروسته د ولسمشر کرزي د لیدو په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ او له نیږدې ېې له ولسمشر کرزي سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې ولسمشر کرزي وویل له هرې تګلارې چې وشي کولای د ټاکنو ستونزه اواره کړي ملاتړ کوي.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر له دواړو کاندیدانو سره په کابل کې د دغه هیواد په سفارت کې هم لیدنه وکړه دغه امریکايي چارواکي له اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې په بیړنې توګه د ټاکنیزو ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.
جان کیري وايي، "موږ هیله لرو چې له ټاکنو راپورته شوې ستونزې ډیر ژر اوارې شي. دا ستونزه به اواره شي، یوه لاره په مخکې شته، هغه دا چې د افغانستان خلک به ډاډه شي چې یو پیاوړی حکومت به ولري چې د خلکو په متحد کیدو کې به هڅه وکړي."
همداراز اشرف غني احمدزي وویل، "زموږ ژمنه داده څو ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان ټاکنې له مشروعیت څخه برخمنې دي. موږ په جدي او پراخې څیړنې چې اعتماد جوړونې سره مرسته وکړي باور لرو."
دا امریکايي چارواکی له خبرو او د داشان ستونزو په اوارۍ کې ښه مهارت لري او په افغانستان او پاکستان کې زیاتې ستونزې اوارې کړې دي، په دوه زره نهم میلادي کال کې د افغانستان ټاکنیز بندون هم مات کړ. د دغه کار لپاره ېې څلور ورځې د ارګ په ماڼې کې خبرې وکړې.
اوس راغلی چې بل بندون هم مات کړي.
خو اوس اوضاع د دوه زره نهم میلادي کال په څیر ساده نده. په دوه زره نهم میلادي کال کې یوه لاره موجوده وه چې هغه د دویم پړاو ټاکنو ترسره کیدل وو. خو اوس دا لاره هم بنده شوې ده.
په دې پړاو کې څو لارې شته چې په خبرو کې پرې بحث وشي ښايي لومړی لاره د ټاکنو بیا ترمیم او د ریښتیني بریالي کس پیژندل وي، چې دا لاره له سپینو رایو د تورو رایو جلا کول دي.
د موقت حکومت جوړول او د ټاکنو بیا ځلې ترسره کیدل او د یوه ایتلافي حکومت جوړیدل ښايي نورې لاري وي چې دا ستونزې اوارې شي.
ښايي دا لارې وڅیړل شی، په پایله کې باید پر یوې دغې لارې هوکړه وشي خو ویل کیږي چې ټولې هڅې د لومړۍ لارې د عملي کولو لپاره دي.
جان کري داځل د دوه زره نهم میلادي کال په شان وخت هم نه لري چې څلور ورځې په افغانستان کې پاتې شي باید هر څومره ژر چې کیږي د افغانستان د ټاکنو ستونزه باید اواره کړي.