افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جیمز ډابنز وايي چې د ټاکنیز کړکیچ له کبله د نوماندان تر منځ د افغانانو د ویش د مخنیوۍ لاره د ایتلافي حکومت جوړول دي.
ښاغلی ډابنز د یو نوماند واک ته رسیدل د افغانستان د اوسني حالاتو لپاره ګټور نه بولي، او وايي چې دواړه نوماندان باید له ټولو عناصرو سره په واک کې برخه ولري، تر څو یو ملي حکومت رامنځته شي.
دا امریکايي ډیپلوماټ مني چې د جمعې په ورځ به جان کیري د بارک اوباما په لارښوونه کابل ته راورسیږي او له افغاني مشرانو سره به خبرې اترې ولري.
د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال، محمد محقق د روان کړکیچ د حل لپاره دری لاری ښیي، او ټینګار کوي چې دا دهغه شخصي نظر دی او وايي چې لومړی باید د نړیوالو څارونکو په شتون کې له پاکو رایو نه ناپاکې رایې بیلې شي، دوهمه لاره دا چې که چیرې ایتلافي حکومت منځ ته راځي نو باید د ټاکنو د لومړي پړاو پر بنسټ دې وي، او دریمه لاره هم دا چې یو انتقالي حکومت رامنځته شي، او رڼې ټاکنې تر سره شي، او که د ولسمشرۍ نوماند یوه نوې څیره هم وي پروا نه کوي او د ټاکنیزو کمیسیونونو جوړښت هم باید له سره وشي.
نوموړی وايي، "د دې پړاو د ټاکنو پر بنسټ ایتلافي حکومت نشي رامنځته کیدای ځکه چې نږدې دری ملیونه درغلیزه رایې شتون لري. کوی شو چې د لومړي پړاو پر بنسټ ایتلافي حکومت جوړ کړو، او هره ډله یانې، د اصلاحاتو ډلې څومره رایې تر لاسه کړې، د اشرف غني احمدزي، زلمي زسول، استاد سیاف، ګل آغا شیرزي ډلې څومره رایې تر لاسه کړې، او وروسته د همدې پر بنسټ دا کاندایدان یو ایتلافي حکومت رامنځته کړي."
د دریمې لارې په اړه ښاغلی محقق خپل نظر داسې څرګندوي، "د انتقالي دورې په اړه چې د حقوقي اړخ په اړه یې دا مهال نه پوهیږم، چې کوم یو مناسبه ده. مقصد یوه دوره وي چې ټاکنې تر سره کړي، او کمیسیون رامنځته شي چې د ټولو اړخونو د منلو وړ وي، تر څو د افغانستان وګړي پخپله رایه باور وکړای شي."
له دې هر څه سره سره د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله د ایتلافي حکومت جوړونه د هیواد په ګټه نه بولي او وايي چې د ایتلافي حکومت رامنځته کول به د مافیايي حکومت د دوام په مانا وي، خو وايي چې دا مهال د هیواد حالت حساس دی، او باید په دې اړه خبرې وشي.
په دې اړه د بدلون او دوام ډلې غړی، اسدالله سعادتي وایي، "تر دې دمه مونږ د ایتلافي حکومت په جوړولو باور نه درلود، او زمونږ په آند دا موضوع رد وه، خو دا مهال چې د وضع حساسه ده، مونږ باید فکر وکړو، او د بیلا بیلې سیاسي حل لارۍ مطرح کړو."
د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله د عبدالله عبدالله له ټاکنيزې ډلې سره د خبرو دوام او له دغو ننګونو څخه د خلاصون لپاره د ملګروملتو سازمان په تيره بيا امريکا رول اغيزمن بولي.
له بلې خوا يو شمير کارپوهان په دې اړه بيلابيل نظرونه لري.
د پوهنتون ښوونکی، نصرالله ستانکزی وايي، "ایتلافي حکومت د وروستۍ او یا یواځینۍ حل لارې په توګه نه، بلکه د یوې سیاسي حل لارې په توګه کیدی شي، خو د حقوقي حل لارې په توګه نه."
د ولسمشرۍ ټاکنې هغه وخت له بندون سره مخامخ شوې چې دواړو نوماندانو ځانونه بريالي وبلل او عبداله عبداله له دې امله چې د هغه لخوا پراخې درغلۍ بلل شوې له ټاکنيزو کميسيونونو سره خپلې اړيکې پرې کړې، له هغې وروسته سياسي هڅې پيل شوې، ظاهرا تراوسه دغو هڅو د پام وړ پايلې نه دي لرلې خو وبه ليدل شي چې دغه بندون به څه ډول او څه وخت پاي ورسيږي.