په کابل کې د امریکا سفیر، د یاد هیواد د بهرنیو چارو د وزیر له راتګ نه یوه ورځ وړاندې، نن، له دواړو ټاکنیزو ډلو سره کتنې تر سره کړې.
د دې کتنو موخه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ټاکنیزو ډلو تر منځ د خبرو د څرنګوالي په اړه وه.
په همدې حال کې دواړه ټاکنیزې ډلې وايي چې امریکا د ټاکنیز بندون د لمنځه وړلو په برخه کې د یو منځګړي په توګه نقش لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له دواړو نوماندانو سره د پردې ترشا خبرې وکړي، د امريکا د بهرنيو چارو د وزير او د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ترمنځ خبرې به په جلاجلا توګه د دوي په هستوګنځايونو کې ترسره شي.
په دغو خبرو کې به د ټاکنيزو بندون د ماتو او له ناپاکو رايو څخه د پاکو د بيلولو په اړه خبرې وشي.
له بلې خوا د عبداله عبدالهم ټاکنيزه ډله له ولسمشر کرزي سره خبرې هم يوه اړتيا ګڼي او ټينګار کوي چې بايد په دغه بهير کې د ښاغلي کرزي د لاسوهنو مخه ونيول شي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، سید آقا فاضل سانچارکی وايي، "ښاغلی کیري افغانستان ته را روان دی تر څو د افغانستان او د افغانستان د ټاکنو د وضعې نه په بشپړه توګه خبر شي. هغه به یواځې د منځګړي او سلاکار رول ولري، دا افغانان دي چې حل لاره باید ومومي. ښاغلی کیري به له ډاکټر عبدالله سره د هغه په کور کې وویني، باید ووایم چې د ټاکنیزو جنجالونو اصلي لامل د پردې تر شاه کرزی دی، او باید له هغه سره هم خبرې وشي او په ټاکنو کې د هغه د لاسوهنې مخنیوی وشي."
د دواړو نوماندانو ټاکنيزې ډلې د ټاکنيزو جنجالونو په اواري کې د امريکا رول اغيزمن بولي او وايي په دغو خبرو کې به امريکا د مشورې رول ولري.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، حمیدالله فاروقی وايي، "د افغانستان د ملاتړ کوونکي هیواد په توګه د امریکا نقش اغیزمن دی، مونږ هیله من یو چې ښاغلی کیري اوضاع په دې توګه برابرې کړي چې دواړو نوماندانو ته د منلو وړ وي، او مونږ هیله من یو چې دا خبرې او سلا ورکوونه په هیواد کې د تاوتریخوالو، او د موازي حکومت د رامنځته کیدو نه مخنیوی وکړي. ولسمشر کرزی به په دې خبرو کې برخه ونلري خو له دې خبرو نه ملاتړ کوي."
خو بايد وليدل شي چې ايا د امريکا د بهرنيو چارو د وزير منځګړيتوب به د دې لامل شي چې د افغانستان د ټاکنو غوټه پرانيستل شي او دغه جنجال په داسې توګه پاي ته ورسيږي چې د دواړو ټاکنيزو ډلو په خوښه وي؟