د ټاکنو له دوهم پړاو وروسته په ټاکنيزو مسلو کې له مخکې ټاکل شوي مهال ويش ځنډول معموله چاره شوې.
دا ځل د ټاکنو خپلواک کميسيون تر څو ورځو پورې د رايو دڅيړلو د بهير د پيلولو خبر ورکوي. دا په داسې حال کې دي چې دټاکنو د خپلواک کميسيون ريس د يکشنبې په ورځ وويل د رايو د څيړلو بهير به د سه شنبې په ورځ پيل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وايي، "د رایو د بیاڅیړنې پلان پرون پیل شو، خو عملي څیړنه به په څو ورځو کې پیل شي."
له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي د څيړنو په بهير کې به دغه کميسيون ته د ملګروملتو د نمايندګۍ وړانديزونه په پام کې ونيول شي.
د ملګروملتو سازمان د ټاکنو د دوهم پړاو د رايو څيړل په دې توګه بيان کړي دي.
د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د موافقې له مخې په سلو کې سل رايې چې په 23 زره صندقونو کې کابو اته ميليونه رايې کيږي وڅيړل شي.
ايساف ځواکونه له ټولو ولايتونو څخه کابل ته د رايو د صندقونو د ليږدولو مسووليت لري او دغه صندقونه به د ايساف په هوايي ډګر کې د څيړلو لپاره زيرمه شي، په لومړي سر کې به د کابل ولايت صندقونه څيړل شي دغه صندقونه به له څيړلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې د ايساف زيرمتون ته وليږدول شي.
د څيړنو بهير به د نړيوالو څارونکو لخوا په داسې بڼه چې د ملګروملتو لخوا له دواړو نوماندانو سره په خبرو کې يې وړانديز شوی ترسره شي.
دواړه ټاکنيزې ډلې په داسې بڼه چې د ملګروملتو لخوا يې وړانديز کيږي څارنه کولاي شي او د نوماندانو استازو ته د ايساف او افغان ځواکونو ترڅارنې لاندې صندقونو ته د لاسرسي حق ورکړل شي.
څيړنې په ښو نړيوالو معيارونو او د ټإکنو د خپلواک کميسيون د چک ليستونو په کارولو سره چې د ملګروملتو سازمان سپارښتنې هم لري ترسره کيږي.
د څيړنو له پاي ته رسيدو مخکې به د رايو د هغو شمير چې د ټاکنو په ورځ اعلان شوې او هغه شمير په اړه چې د لومړنيو پايلو د اعلان په ورځ وښودل شوې د ټاکنو خپلواک کميسيون به توضيح ورکړي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا نوی ريس به د دواړو نوماندانو په موافقه وټاکل شي.
له بلې خوا د ملګروملتو سازمان د څيړنو د بڼې سپارښتنه کوي.
د دغې تلګلارې له مخې د څيړنې دغه بهير به د ملي او نړيوالو څارونکو او همداراز د رسنيو د استازو په مخکې ترسره شي او څارونکي او د رسنيو استازي به د دغه بهير په څارلو کې واک لري، هر ډول پوښتنه چې د قناعت وړ نه وي د ملګروملتو سازمان ته به وړاندې شي.
څيړنې به د چک ليست يا د څيړنو د نوملړ له مخې ترسره شي خو دغه تګلاره په دې برخه کې يو لړ سپارښتنې لري، د پايلو پرتله کول له د پايلو له هغو پاڼو سره چې په مالوماتي بانګ کې ثبت شوې دي، د شکمنو او هغو پاڼو څيړل چې په اړه يې سندونه شته، د هغو پاڼو څيړل چې په يوه ليک نښه شوې او د هغو برخو جدي څيړنه چې د ټاکنو د لومړي پړاو په پرتله پکې د رايو توپير پکې ليدل کيږي، په دې بهير کې د ملګروملتو له مهمو سپارښتنو څخه دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون دا بهير يو لوي ماموريت بولي او وايي د انتخاباتو خپلواک کميسيون کارکونکي د دغه ماموريت د ښه ترسره کولو لپاره د روزنې په حال کې دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د رايو د بياڅيړلو لپاره د سلو دوه کسيزو ډلو د جوړولو خبر ورکوي او وايي سربيره پر دغو دوو کسانو په هره ډله کې به يو مرسته کونکی، څارونکي او د رسنيو استازي هم شتون ولري.