لاهم روښانه نه ده چې د رایو بیا څیړنه به کله پیل شي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو غړی وايي، د دې کار د ځنډ اصلي لامل د نړیوالو څارونکو نشتون دی.
نوموړی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دې بنسټ ته ویلي دي چې تر هغه دمه چې نړیوال څارونکي د دې بهیر د څارنې لپاره شتون ونلري، د رایو د بیا څیړنې بهیر دې نه پیلوي.
کابل ته د جان کیري د راتګ نه وروتسه د ټاکنو د بندون په ماتیدو سره د خپلو خبرو پر مهال ښاغلي کیري وویل چې د رایو د بیاڅیړنې بهیر باید په ۲۴ ساعتونو کې دننه پیل شي، خو تر دې مهاله روښانه نه ده چې دا بهیر به کله پیل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی، محمد عزیز بختیاري وايي، "هغه څه چې د رایو د بیاڅیړنې د ځند لامل شوی، دا دی چې ملګرو ملتونو سازمان مونږ ته وړاندیز کړی چې د رایو څیړنه باید د نړیوالو څارونکو په شتون کې تر سره شي، خو تر دې دمه نړیوال څارونکي نه دي رارسیدلي."
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د بکسو د څیړنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی، خو لیدل کیږي چې دې بنسټ د سه شنبې د غرمې نه وروسته هم د څیړنې وروستۍ کړنلاره او معیارونه نه دي مالوم کړي.
ښاغلی بختیاري وايي، "نن به چک لسټ یا هم هغه کړنلاره او معیارونه چې له مخې به یې رایې بیا وڅیړل شي وټاکل شي. ۱۱ معیارونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا او ۵ نور معیارونه د ملګرو ملتونو سازمان چمتو شوي دي، چې ټول ټال ۱۶ معیارونه دي. نن به دا معیارونه وڅیړل شي او وبه ټاکل شي."
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره د رایو د بیا څیړنې په برخه کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند، نادر محسني وايي، "د دې کمیسیون کارکوونکي به د څیړنې له بهیر نه څارنه کوي او هر څه چې د څیړنې پایله وي هغه به د ټاکنو خپلواک کمیسیون مونږ ته رالیږي، چې وروسته به بیا مونږ د ټاکنو د پایلو د وروستۍ بڼې د برابرولو په اړه پریکړه کوو."
د یادونې وړ ده چې ایساف هوکړه کړې چې د رایو ټولې بکسې به لومړی د هیواد له بیلا بیلو برخو نه د هیواد پنځو حوزو ته ولیږدوي، او وروسته به دا بکسې کابل ته راوړل شي، او د کابل په نظامي هوايي ډګر کې د ایساف د ځواکونو د څار لاندې وساتل شي.