د ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلۍ د رایو دبیا څیړلو په کار کې دټاکنو دخپلواک کمیسون په پڅ کار نیوکه کوي خو هیله مند دي چې لدې وروسته به دغه بهیر چټک شي.اخوا دعبدالله عبدالله انتخاباتي مرکز وايي که چیرې د رایو د بطلان دڅرنګوالې په اړه د بیا څیړلو تګلاره تصویب نشي د رایو بیا څیړل هیڅ معنا نلري.اخوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي انتخاباتي مرکز وايي چې دغه لایحه به ډير ژر تصویب شي او ښیی هوکړې شوي دي.
ظاهرا د رايو د څيړلو په کار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون پڅ کار د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو په ټاکنيزو ډلو کې يو لړ انديښنې رامنځته کړې دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د فني برخې غړی، فضل احمد معنوي وايي، "هیله من یو چې په راتلونکو ورځو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکولای شي، د ورځې د رایو هم هغه ۱۰۰۰ بکسې، چې ټاکل شوې وه، وڅیړي."
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې د فني برخې غړی، داوود سلطان زوی وايي، "په دې دوه یا دریو ورځو کې چې دا بهیر پڅ وو دا ډیره د اندیښنې وړ نه ده، خو اوس باید دې بهیر ته چټکتیا ور وبښل شي، چې زما په آند همداسې به وشي."
د رايو په څيړلو کې د چلند د اصولو د لايحې تاييد بله موضوع ده چې د رايو د باطلولو په څرنګوالي کې حياتي ګڼل کيږي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې د مسلکي مسلو د مرکچې پلاوي مسوول وايي که د رايو د باطليدو د څرنګوالي په اړه د تګلارې لايحه تصويب نشي، د رايو څيړل به کومه مانا ونلري.
ښاغلی فضل احمد معنوي په دې اړه وویل، "لومړی باید دا سند تایید شوی وی، او وروسته د رایو بیا څیړنه پیل شوې وی. خو د ملګرو ملتونو د فشارونو له کبله د رایو بیا څیړنه پیل شوه، خو دې بنسټ ژمنه کړې چې دا لایحه به تایید شي. که چیرې دا سند تایید نشي هغه کار چې تر دې دمه شوی هغه به بې اهمیته وي."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله په نږدې راتلونکي کې د دغه قانون د تاييد خبره کوي.
ښاغلي داوود سلطان زوی په دې اړه داسې وايي، "د دې لایحې تایید ځکه ځنډ واخیست چې ملګرو ملتونو هم د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره یو شمیر ټکي په دې لایحه کې زیات کړل، او مونږ وینو چې په دې کې د ښاغلي عبدالله عبدالله غوښتنو ته هم ځای ورکړل شوی دی، چې دا غوښتنې د خلکو د رایو د باطلیدو لامل کیږي، چې داسې باید ونشي. البته باید ووایم چې یوازې په دوو وړو ټکو کې لږ نظر اختلاف اوس هم شتون لري چې ژر به له منځه یوړل شي."
له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي نوموړی کميسيون په هغه صورت کې دغه تګلاره تاييدوي چې دواړو نوماندانو پرې موافقه کړې وي او دا کار تراوسه نه دی شوی.
له بله پلوه دغه کميسيون د رايو په څيړلو کې پڅ کار مني خو وايي د دې کار لامل د بهرنيو څارونکو کمښت دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نورمحمد نور وايي، "بهیر پڅ مخکې تللی، هر بهیر چې په کمیسیون کې لومړی پیل کیږي نو په لومړیو پړاوونو کې باید پڅ وي، ځکه چې ټول څارونکي له دې بهیر نه د څارنې وس ولري."
د ويلو ده چې د رايو د څيړلو د بهير اوږديدل د ټولو پروګرامونو د پلي کولو وخت ګډوډ کړي چې د سياسي واک د ليږد او د نوي حکومت د رامنځته کولو لپاره برابر شوي دي او ترټولو مهمه دا چې خلک نور نو د دې هيواد په هره برخه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د بهير د اوږديدو له امله تر پوزې راغلي او تمه لري چې زرترزره دغه بهير پاي ته ورسول شي.